اتو نویو افغان وزیرانو لوړه وکړه

د انځور حقوق arg
Image caption افغانستان ۲۵ وزارتونه لري.

د افغانستان د نوې کابینې هغو اتو وزیرانو په ارګ کې لوړه وکړه،‌ چې تېره اونۍ یې له ولسي جرګې د تایید رایې ترلاسه کړې.

تېره اونۍ ولسي جرګې ۱۸ نوماند وزیرانو ته رایې واچولې، چې ایله اته یې د تایید رایو په ترلاسه کولو وتوانېدل.‌

د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د کانو وزیر داود شاه صبا، د کډوالو د ستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي، د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز،‌ د کلیو د پراختیا وزیر نصیر احمد دراني، او د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني هغه اته نوي وزیران و‌ چې په ارګ کې یې د وفادارۍ لوړه وکړه.‌

پر دوی سربېره، د ملي امنیت لوی رییس رحمت الله نبیل هم تېره اونۍ د پارلمان له خوا د تایید رایه ترلاسه کړه.‌

پر همدې مهال، د ملي یووالي حکومت تر جوړېدا کابو څلور میاشتې وروسته یوازې یو ثلث وزیران خپل کار پیل وي،‌ او نور وزارتونه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

افغانستان ۲۵ وزارتونه لري.

د انځور حقوق arg

د افغانستان ولسي جرګه وړاندیز شویو وزیرانو ته له رایو ورکولو وروسته ۴۵ ورځې د ژمي لپاره رخصت شوه، چې د ختمېدونکي هجري شمسي کال په وروستیو کې به بېرته کار پیلوي.

اټکل دی، چې پاتې وزیران به د روان کال په وروستیو کې ولسي جرګې ته وروپېژندل شي.

د انځور حقوق arg

ورته مطالب