د طالبانو بریدونو کې ۱۱ پولیس وژل شوي

Image caption برید د کندهار میوند ولسوالۍ کوکې دښتې یوه پوسته کې شوی

د افغانستان سوېل کندهار ولایت کې دوو پولیسو خپل اووه ملګري وژلي.

پېښه د کندهار میوند ولسوالۍ په یوه پوسته کې شوې ده.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک د پېښې پخلی کوي، او وايي پېښه تېره شپه د میوند ولسوالۍ په کوکې دښتې سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي یوازې د څلورو پولیسو وژل کېدل منلي، خو په دې اړه یې نور جزییات ورنه کړل.

دی وايي، سیمې ته یې د پلټنې لپاره یو پلاوی استولی دی.

د سیمې عیني شاهدان وايي، وسله والو ځینې پولیس تر تېغ تېر کړي او ځینې یې په ډزو وژلي دي.

د بريد مسوليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی دی.

ددې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي، دغه تکتيکي برید يې د دوو ملګرو پر مرسته بریالی کړی او پر مهال يې د پوستې قوماندان انار او د هغه اووه ملګري وژلي دي.

ويل کيږي، چي وسله والو په پوسته کي نهه ميله وسلې هم د ځان سره وړي دي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ یوه افغان سرتېري د کابل په هوايي ډګر کې د امریکا ددفاع وزارت درې قراردادیان په ډزو ووژل.

هرات

بل خوا، د لوېديځ هرات ولایت چشت ولسوالۍ اړوندې یوې سیمې کې د طالبانو بریدونو لږترلږه څلور پولیس وژلي دي.

رپوټونه وايي، طالبانو او پولیسو نښنه کړې ده. د هرات د ولایتي شورا مشر کامران علیزی وايي، په ځینو سیو کې داسې پولیس د چارواکو په توګه ګومارل شوي، چې له سیمې سره ناشنا دي او خلک هم تر خوښ نه دي.

ورته مطالب