علومي: اداري فساد تر وسله والو لویه ننګونه ده

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption جنرال نورالحق علومي چې په کابل کې یې نن د پولیسو سلګونو افسرانو او جنرالانو ته لومړي وینا کوله، ټینګار کاوه چې د غه وزارت به بې پرې ساتي، د خلکو او پولیسو ترمنځ به واټن راکمو او د فساد پرضد به جدي مبارزه کوي

د افغانستان د کورنیو چارو نوی وزیر وايي، د ده لپاره اداري او مالي فساد له وسله والو طالبانو لویه ننګونه ده. جنرال نورالحق علومي چې نن (دوشنبه) یې په رسمي ډول دنده پیل کړه، ټینګار کاوه چې د فساد پرضد مبارزه او د امنیت ټینګښت به یې د کارونو په لومړیتوبونو کې ځای ولري.

نوموړي د وزارت پر ټولو افسرانو غږ وکړ چې د امنیت په ټینګښت او د قانون په حاکمیت کې ملاتړ وکړي.

د ښاغلي علومي ترڅنګ، د بهرنیو چارو، مالیې، کډوالو، کانونو او د پيټرلیوم نویو وزیرانو هم په رسمي ډول نن دندې پیل کړې.

کابل کې زموږ همکار حفیظ‌ الله معروف پخپل راپور کې وایي، په داسې حال کې چې د افغانستان له ډیرو ولایتونو کې د ناامینو رپوټونه ورکول کیږي، د کورنیو چارو نوی وزیر وايي د ده لپاره له طالبانو اداري او مالي فساد لویې ننګونه ده.

جنرال نورالحق علومي چې په کابل کې یې نن د پولیسو سلګونو افسرانو او جنرالانو ته لومړي وینا کوله، ټینګار کاوه چې د غه وزارت به بې پرې ساتي، د خلکو او پولیسو ترمنځ به واټن راکمو او د فساد پرضد به جدي مبارزه کوي:

''اداري فساد پرضد مبارزه به په خورا جدي مخ ته وړم او په کورنیو چارو وزارت او د پولیسو په منځ کې به هیڅ ډول فساد تحمل نه کړم. ځکه اداري فساد په ټولنه کې اخلاقي، فرهنکي او اقتصادي مشکلات زیږوي''.

د پانګوالو د امنیټ ټنیګښت، د بریښناد تذکرو د ویش بهیر پیل، له جنايي جرمونو سره مبارزه او په کارونو کې شفافیت هغه نورې ژمنې وي چې ښاغلي علومي پرې ټینګار کاوه:

''د شفافیت، دبودیجې په سم ډول لګښت او د ظرفیتونو لوړولو لپاره به جدي هلې ځلې کوم. له درنو جنايي جرمونو سره به کلکه مبارزه کوم. دارنګه به له ترهګرۍ او د مخدره توکو له قاچاق سره په کلکه مبارزې ته دوام ورکوم''.

نور الحق علومي د مجاهدینو له بریالیتوب وروسته د شمالي ټلوالې له غړو سره یوځای شوه او د ټاکنو پرمهال هم د ښاغلي عبدالله د کمپاین مهم غړی وو.

د کورنیو چارو د وزیر ترڅنګ د بهرنیو چارو، مالیې، کانونو، روغتیا او ګډوالو چارو نویو وزیرانو هم په رسمي ډول نن کارونه پیل کړل. دغو وزیران پرون د لوړې مراسم پرځای کړې وو.

خو لا هم د څلور میاشتو په تېرېدو د کابینې اوولس نور غړي پاتې دي چې ولسمشر یې باید ولسي جرګې ته د تایید رایې لپاره وروپېژني.