هر کال ۱۶ زره افغانان د سرطان له کبله مري

د انځور حقوق PA
Image caption د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غني وايي له دې امله زياته خواشينې ده چې په سرطان اخته افغان ناروغان د ډېر لګښت په پرېکولو د درملنې لپاره بهرنيو هېوادونو ته ځي.

په داسې حال کې چې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، هرکال افغانستان کې شاوخوا ۱۶ زره افغانان د سرطان ناروغۍ له کبله مري، د افغانستان د عامې روغتیا نوي وزیر فیروز الدین فیروز وايي، ددغه سازمان د شمېرو له مخې هر کال نژدې ۲۰ زره کسان افغانستان کې په سرطان ناروغۍ اخته کېږي.‌

ښاغلي فیروز د سرطان ناروغۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت کابل کې جوړې شوې غونډې ته وویل، ددغې ناروغۍ د مخنیوي یوه لاره د خلکو سم پوهاوی هم دی، چې ددې ناروغۍ په تشخیص،‌ مراقیت او درملنه کې اغېزناک تمامېدای شي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي،‌ په سرطان له هرو ۳۵۰۰ کسانو یې تر ۳۱۰۰ ډېرې هغه مېرمنې دي چې د سینې سرطان لري او ۸۰۰ نور موارد بیا د رحم سرطان دی.

خو په نارینه وو کې له هرو ۳۵۰۰ مواردو څخه،‌ تر ۱۱۰۰ ډېرې پېښې د معدې سرطان وي.‌

د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غني وايي له دې امله زياته خواشينې ده چې په سرطان اخته افغان ناروغان د ډېر لګښت په پرېکولو د درملنې لپاره بهرنيو هېوادونو ته ځي.

رولا غني له هغو کسانو چې د سرطاني ناروغيو د مخنيوي په برخه کې هڅې کوي وغوښتل يو بل ته لاسونه ورکړي او د دغې ناروغۍ د تشخيص او درملنې يو مرکز په افغانستان کې جوړ کړي.

د ولسمشر غني مېرمنې دغه څرګندونې د سرطان د نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې يوې غونډې ته وکړې.

د انځور حقوق cnriscience photo library
Image caption افغانانو کې د معدې سرطان هم عام شوی دی

د روغتيا د نړیوال سازمان څېړنې ښيي، چې په افغانستان کې هر کال ۲۰۰۰۰ کسان په سرطان اخته کېږي، چې ۱۶۰۰۰ يې ترې مري.

د هند د وېزې د مرکز یوه چارواکي فهیم ویلي،‌ هره ورځ ۳۰۰ کسان د هند وېزو ته مراجعه کوي، چې له تلونکو کسانو سره د مرکو پربنسټ ددوی معلومات ښيي، چې اویا په سلو کې هند ته ددرملنې لپاره ځي.‌

له دغو مرکه شویو کسانو ډېری یې وايي، چې افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د تشخیص پر خصوصي او دولتي روغتیايي مرکزونو باور نه لري.

د افغانستان د سرطان ناروغۍ د ټولنې استازی شفیق ظفرزی وايي، له ډاکټرانو د دولت د نه ملاتړ له کبله خلک بهرنیو هېوادونو ته هڅه کوي.‌