د وکيل ټاکلو وخت رانژدې دى

د انځور حقوق .
Image caption کله چې د پارلماني ټاکنو لپاره نوماند وکیلان کمپاین کوي نو داسې عجیبې وعدې ولس ته ورکوي چې یو سر یې په اسمان او بل یې په ځمکه وي.

د یوه وکیل موکل و، ستړی وجود، نهیلي سترګې ، سپېره څېره، یو ساعت په سړې هوا او باران کې د وکیل د دروازې شاته ولاړ و او چې دروازه خلاصه شوه نو دا ځواب ورکړل شو چې وکیل صاحب د پنجشنبې او جعمې په ورځ استراحت کوي.

موکل د شنبې په ورځ بیا ورغی، وکیل په تنده لهجه ورته وویل: لکه چې له تا نه خلاصېږم، وایه څه خبره ده؟

صیب ورور مې امریکایانو بګرام ته راوړی بې ګناه دی. که بې ګناه وای امریکایانو غرض نه پرې کاوه، امریکایان ما ولې نه نیسي.

دا و د پارلمان د وکیل د خبرو منطق او دا یې له موکل سره د خبرو انداز.

کله چې د پارلماني ټاکنو لپاره نوماند وکیلان کمپاین کوي نو داسې عجیبې وعدې ولس ته ورکوي چې یو سر یې په اسمان او بل یې په ځمکه وي.

سړک به دوی جوړوي، یعنې ښاروال به وي، پروژې به عملي کوي یعنې انجینيران به وي، معاهدې به امضا کوي وزیران به وي، روغتونونه، ښوونځي، مدرسې به جوړوي یعنې کارګران به وي او بلاخره هر کاره وي.

غریب او کړېدلی ولس دی نو، سترګې پټې کړي او د جنتې هېواد خوب دې وینې او په پټو سترګو دې دوی ته رایه ورکړي.

پس له درې میاشتو انتظاره چې د ملي یووالي کابینه اعلان شوه، د خلکو هیلې دې ته وې چې پارلمان به وزیرانو ته د اعتماد رایه ورکړي او په تېرو درو میاشتو کې په ټپه ولاړ حکومتي کارونه به بیا پیل شي.

خو بیا هم هغه وشو چې خلکو یې تمه نه درلوده، نیم کار وشو او نور وکیل صاحبان په ژمنۍ رخصتۍ لاړل.

په ځینې وزارتونو کې د وزیرانو د نشتوالي له امله ډېر کارونه ځنډېدلي دي. یوه هم د مقررۍ مسله ده چې ولسمشر سرپرستو وزیرانو ته د چا د مقررولو یا له دندې لرې کولو صلاحیت نه دی ورکړی.

لسګونه کسانو د خپلو مقرریو په تمه درې میاشتې انتطار وکړ او اوس چې بیا کوم وزارتونه بې وزیره دي هغه خلک به نور هم منتظره وي.

افغانستان د واقعي ډېموکراسۍ تجربه پخوا نه درلوده یعنې جمهوري حکومت یې نه درلود او که کله د جمهوریت په نوم کوم حکومت جوړ شوی هم وي، ولسواکي یې په سمه توګه نه ده پاللې او خلکو ته يې ولسواکي نه ده راوړې.

که چېرته د پارلمان په نوم کومه قوه موجوده هم وه، ډېره به د حکومتونو د اغېزې لاندې وه خو اوس د خلکو هیلې بیا را ژوندۍ شوې دي او په دې هیله دي چې له دې نوي حکومت سره به د دوی ستونزې تر یوه حده حل شي.

همدارنګه د دې پارلمان او د وکیلانو دا دوره په ختمېدو ده.

په نوي لمریز کال کې به بیا ټاکنې کېږي خو کوم څه چې ولس یې بايد په پام کې ونیسي هغه دا دي چې دا ځل که وکیل ته رایه ورکوي د ښه او بد یا اغېز لرونکي او بې اغېزې کس تر منځ دې فرق وکړي او له تیرو دورو څخه دې عبرت واخلي او بیا دې هغو ته موقع ور نه کړي چې د دوی په استازیتوب راغلل خو د دوی په لیدو یې ورته وویل چې " لکه چې له تا نه خلاصېږم" .

ورته مطالب