ملي امنیت د دیني کتابونو کارتن کې چاودېدونکي توکي نیولي

د انځور حقوق AFP
Image caption په وروستیو کې د کابل ښار امنیت د تېرو څو میاشتو پرتله یوڅه ښه شوی دی.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي،‌کابل ته یې پر موټر سایکل بار کړي چاودېدونکي توکي له دوو سمبالوونکو سره نیولي دي.

دغه اداره وايي، نیول شویو کسانو غوښتل، دغه چاودېدونکي توکي کابل کې وچووي.‌

ملي امنیت وايي، چاودېدونکي توکي پر موټر سایکل د دیني کتابونو په یوه کارتن کې ځای پرځای شوي وو.

د افغانستان څارګره اداره پخپله یوه اعلامیه کې وايي، نیول شویو کسانو منلې ده، چې د ترهګریزو بریدونو روزنه یې پاکستان کې ترلاسه کړې ده.‌

دواړو تورنو دا هم ویلي، د مولوي روح الله په نامه د طالبانو یوه قومندان دوی د کابل څرخي پله سیمه کې د ترهګریز برید لپاره کابل ته استولي وو.

په وروستیو کې د کابل ښار امنیت د تېرو څو میاشتو پرتله یوڅه ښه شوی دی.

ملي امنیت وايي، د افغانستان په ګڼو سیمو کې یې د ځانوژونکو بریدونو لپاره چمتو شوي کسان او د هغوی سمبالوونکي هم نیولي دي.‌

کابل کې د ملي یووالي حکومت تر جوړېدا وروسته،‌ د پلازمېنې کابل په ګډون، د هېواد په ګوټ ګوټ‌ کې ناامنۍ او بریدونه ډېر شول.‌