څارنوالۍ په فساد د ککړو کارکونکو نوملړ استول رد کړ

د افغانستان لويې څارنوالۍ هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې د دغې ادارې په فساد کې د ککړو کارکوونکو نوملړ يې د ولسمشرۍ دفتر ته استولی دی.

Image caption د افغانستان لويه څارنوالي وايي داسې هېڅ لېست نشته چې په هغو کې دې د څارنوالۍ د تورنو کارکوونکو نومونه وي.

لويه څارنوالي وايي که په دغه اداره کې په فساد کې ښکېل کسان په ګوته شي، دوی به يې دوسيې پخپله وڅېړي.

دوی وايي په تېرو څو اوونيو کې يې د اداري فساد په تړاو اته کسان نيولي، چې څلور يې څارنوالان دي.

عبدالله ستانکزي په خپل راپور کې کاږي، چې د فساد پر وړاندې مبارزه کې لويې څارنوالۍ ولسمشرۍ ماڼۍ ته په فساد کې د دغې ادارې د ښکیلو کسانو د نوملړ استول رد کړي.

داسې راپورونه وو، چې ګواکې لويې څارنوالۍ د ولسمشر غني په غوښتنه د د دغې ادارې د هغو لسګونو کارکوونکو ليست ولسمشرۍ ماڼۍ ته استولی چې په فساد کې ښکېل دي.

خو د افغانستان لويه څارنوالي وايي داسې هېڅ لېست نشته چې په هغو کې دې د څارنوالۍ د تورنو کارکوونکو نومونه وي.

د دغې ادارې وياند بصير عزيزي په کابل کې يوه خبري کنفرانس ته وويل که په فساد کې ښکېل د څارنوالۍ کوم کارکوونکی وپېژني پخپله به يې دوسيه وڅېړي. ښاغلي عزيزي په لويه څارنوالۍ کې فساد په يو مخ رد نه کړ، ويې ويل په تېرو څو اوونيو کې يې د فساد په تور اته کسه نيولي، چې څلور يې څارنوالان دي.

خو په فساد کې د ښکېلو دغو څارنوالانو او نورو دولتي مامورينو په اړه يې تر دې ډېر جزييات ور نه کړل.

لويه څارنوالي وايي د تورنو دوسيې اوس په دغه اداره کې د فساد پر وړاندې د مبارزې اداره څېړي او د ځينو دوسيې تر محکمو هم رسېدلي دي.

دغه اداره وايي، څارنوالان په کرار نه دي ناست او شاوخوا دوه مياشتې وړاندې يې د پخوانيو هغو اوو وزيرانو دوسيې د څېړنو لپاره سترې محکمې ته استولي، چې په فساد تورن وو.

ټاکل شوې د وزيرانو د دوسيو څېړلو لپاره يوه ځانګړې محکمه جوړه شي، چې تر اوسه لا نه ده جوړه شوې.

افغان ولسمشر اشرف غني د ټاکنيز کمپاين پر مهال او دغه راز د لوړې کولو پر مهال له خلکو سره د فساد پر وړاندې د کلکې مبارزې ژمنې کړې وې.

په دې لړ کې ولسمشر د کابلبانک دوسيې د بيا سپړلو په ګډون د دفاع وزارت د تیلو د قراردادونو د سپيناوي غوښتنه کړې، خو دواړه دوسيې لا نه دي بشپړې شوي.