افغانستان کې د 'داعش' قومندان عبدالرؤف خادم وژل شوی

د انځور حقوق AP
Image caption تر اوسه د ملا عبدالرؤف وژل کېدل د ناټو له لوري نه دي تایید شوي.

افغان چارواکو ویلي، په افغانستان کې د ''اسلامي دولت'' (داعش) له لوري تازه ټاکل شوی استازی او قومندان ملا عبدالرؤوف د څارګرې الوتکې په یوه برید کې وژل شوی.

تېره میاشت عبدالرؤف له طالبانو تر جلا کېدا وروسته له اسلامي دولت سره بیعت وکړ.‌

د افغانستان د ملي امنیت ادارې رسنیو ته په یوه استول شوې ویناپاڼه کې ویلي، ملا عبدالرؤوف خادم د دوشنبې پر ماسپښین شاوخوا یوه نیمه بجه، د هلمند ولایت کجکي ولسوالۍ سادات کلي کې د عملیاتو په لړ کې ووژل شو.

سرچینه وايي،‌ له ښاغلي خادم سره د هغه پنځه نور کسان هم وژل شوي.

ملي امنیت عبدالرؤف خادم د افغانستان جنوبي او لوېديځ زون لپاره د ''اسلامي دولت'' ډلې مسؤول ګڼلی دی.

ملي امنیت وايي، په تېره یوه میاشت کې خادم د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو یو مهم هدف و.‌

داعش ''د افغانستان او پاکستان لپاره قومندان ګومارلی''

''اسلامي دولت'' د القاعدې په سیمو کې

د هلمند ولایت په شمال کې مشرانو ویلي، په دښته کې یو تېرېدونکی موټر چې شپږ کسان پکې سپاره وو، په یوه برید کې په نښه او ویجاړ شوی دی.

ویل کېږي، چې په دغه موټر کې چاودېدونکي توکي بار وو.‌

تر اوسه د ملا عبدالرؤف وژل کېدل د ناټو له لوري نه دي تایید شوي.

رویټرز خبري اژانس د هلمند د پولییسو د مشر نبي جان ملاخېل له قوله ویلي،‌ چې د ملا عبدالرؤوف یو اوښی او څلور نور پاکستانیان هم په دغه برید کې وژل شوي دي.

عبدالرؤوف، په ۲۰۰۱ کال د امریکایانو لخوا تر نیول کېدا وروسته په ګوانتانامو زندان کې و چې د رپوټونو له مخې د طالبانو له مشر ملا محمد عمر سره یې تر اختلاف پیدا کېدو وروسته جلا کېدو ته زړه ښه کړ.

نوموړي له طالبانو تر جلا کېدا وروسته خپل سپین بیرغ د داعش پر تور بیرغ بدل کړ او هلمند کې یې د ''اسلامي دولت'' (داعش) لپاره سیمه ییز جنګیالي ټولول.

عبدالرؤف څو ورځې مخکې د (خراسان ولایت) لپاره د ''اسلامي دولت'' مرستیال اعلان شو.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption له دغه اعلان دوه اونې مخکې، سعید خان په یوه وېډیو کې د افغانستا او پاکستان د طالبانو له ۱۰ مشرانو سره ښکاره شوی و،‌ او له ابو بکر البغدادي سره یې خپل بیعت اعلان کړی و.‌ په وېدیو کې د یوه پاکستاني پوځي د سر غوڅول هم ښودل شوي وو.

''اسلامي دولت'' د (خراسان ولایت) لپاره حافظ سعید خان ټاکلی، چې په قبایلي اورکزیو ایجنسۍ کې فعالیت لري، او مرستیال یې ملا عبدالرؤوف دی. اسلامي دولت) ډله د عراق او سوریې پر ګڼو سیمو واکمنه ده، چې اوس یې د افغانستان په ځینو برخو کې هم د فعالیت اوازې دي.

ملا عبدالرؤف خادم په وروستیو کې یوه وېدیو کې راڅرګند شو،‌ چې غالباً د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدي سیمو کې ډکه شوې وه، او د ''اسلامي دولت'' ډلې له مشر ابو بکر البغدادي سره یې غایبانه بیعت وکړ چې بیا وروسته البغدادي د دوی بیعت په یوه پیغام کې ومانه.‌

دا لومړی ځل دی چې افغانستان کې د داعش یو قومندان وژل شوی.

د راپورونو له مخې، خادم د هلمند په شمالي ولسوالیو کې تر ۳۰۰ زیات جنګیالي درلودل، چې لویه برخه یې هغه بهرني جنګیالي و چې له شمالي وزیرستان مه راتښتېدلي وو.

ملا عبدالرؤف د طالبانو د واکمني پرمهال د کابل د قول اردو مشر او بیا ددغې ډلې د حکومت تر ړنګېدو وروسته نژدې شپږ کال په ګوانتانامو زندان کې بندي و.

ورته مطالب