''د ټاکنیزو کمیسیونونو ټولو کمیشنرانو په شړلو اصلاح نه شي راتلی''

Image caption د ولسمشر اشرف غني دویم مرستیال وايي، هڅه کوي د ټاکنیزو نظام داصلاح لپاره هم په قوانینو او په تګلارو کې بدلونه راولي

د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال وايي چې د ټاکنیزو کمیسیونونو اصلاح په دې مانا نه ده چې ټول کمیشنران دې له واکه لرې کړل شي. سرور دانش ته دنده سپارل شوې چې په ټاکنیزو قوانینو او بنسټونو کې اصلاح راولي.

حفیظ الله معروف پرې له کابله دغه رپوټ را استولی دی.

د ټاکنیزو سیستمونو د اصلاح موضوع د نوي حکومت د جوړېدو له پیله مطرح وه، خو دغه موضوع وروسته له هغه خورا جدي شوه، چې د پارلماني ټاکنو لپاره د چمتووالي خبرې راپورته شوې. اوس داسې ښکاري چې په حکومت د دواړو مشرانو پلویان د ټاکنیزو اصلاحاتو پر بڼه یوه خوله نه دي.

د ولسمشر اشرف غني دویم مرستیال وايي، هڅه کوي د ټاکنیز نظام د اصلاح لپاره هم په قوانینو او په تګلارو کې بدلونه راولي:

''اصلي بنسټ قانون دی. هغه مسائل چې موږ پکې ستونزې له قانون سره تړلې دي. خو د قوانینو ترڅنګ ځینې نور مسائل هم مهم دي. مثلاً د رای اچوونکو لست. په قانون کې په دې اړه یوازې یوه جمله راغلې او هغه هم دا چې رایه ورکونوکي باید یوازې د هویت سند ولري.

اوس د برېښنايي پېژندپاڼو مساله مطرحه ده او دا کار کېدونکی دی. که دا کار نه کیږي هم، بدیل یې څه کېدای شي. که چېرې دا مسائل اصلاح نه شي، که سل ځلې قوانین اصلاح هم کړو، بیا به هم ستونزې وي''.

خو ښاغلی دانش وايي چې د ټاکنو اصلاح په دې مانا نه ده چې د ټاکنیزو کمیسیونو ټول کمشینران دې له دندو ګوښه کړل شي. د نوموړي په وینا په ټاکنیزو کمیسیونونو کې داسې کسان شته، چې د ټاکنو د مدیریت سمه وړتیا لري.

قانوني اصلاحات

خو د اجرایه مشر عبدالله عبدالله نظر بیا بل ډول ښکاري. د نوموړي یو ویاند اصف اشنا له بي بي سي سره په خبرو کې ټینګار کاوه چې د ټاکنوکمیسیون کې په درغلیو تورن ټول کمیشنران دې له دندو لرې کړل شي:

''ټولې هغهستونزې چې په ټاکنیزو قوانینو او کمیسیون کې تجربه شوې، باید اصلاح شي. د دې ترڅنګ ټول هغه کسان چې د تېرو ټاکنو په درغلیو کې ښکېل وو، باید له دندو ګوښه کړای شي چې د نړیوالې ټولنې او د ملت سیاسي اعتماد پر ټاکنو پیدا شي''.

د ټاکنیزو نظام د اصلاح موضوع پر داسې مهال رامخې ته کېږي، چې د ولسي جرګې ټاکنو ته څو میاشتې پاتې دي. د ملي یووالي په حکومت کې مشران په دې باور دي چې په ټاکنیزو نظامونو کې اصلاحات په داسې بڼه رامنځ ته شي، چې د دواړو لورو ته د منلو وي، خو لا مالومه نه ده چې دغه ډول اصلاحات به څنګه رامنځ ته کیږي. د دې ترڅنګ ټاکنیزو کمیسیونونه وايي چې هر ډول اصلاحات باید قانوني بڼه ولري.

د دې ترڅنګ د ټاکنیزو کمیسیونونه چارواکي وايي چې هر ډول اصلاحات باید قانوني بڼه ولري او کمیسیونونه باید د سیاسي جوړجاړیو قرباني نه شي.