وسله والو کسانو ننګرهار کې د نجونو ښوونځی سوځولی

Image caption د دغه ښوونځي په مختلفو درسي ساعتونو کې څه دپاسه ۲۰۰۰ زده کونکي په زده کړه بوخت وو.

ناپېژندل شوو وسله والو کسانو په ختیځ ننګرهار ولایت کې د نجونو یوه ښوونځي ته اور پورې کړی دی.

د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست ویاند بي بي سي ته وویل چې دغه ښوونځی د مومند درې په ولسوالۍ کې و او ډېری زده کونکي یې نجونې او ماشومان وو.

نوموړی وايي چې د دغه ښوونځي په مختلفو درسي ساعتونو کې څه دپاسه ۲۰۰۰ زده کونکي په زده کړه بوخت وو.

د ننګرهار پولیس وايي چې پېښه د شپې ناوخته رامنځ ته شوه او چا ته زیان نه دی رسېدلی خو د ښوونځي یو شمېر ټولګي په بشپړ ډول سوځېدلي دي.

ځايي چارواکي وايي چې د دغې پېښې د عاملینو د پېژندلو لپاره پلټنې پیل شوې دي. پړه پر طالبانو اچول شوې خو دوی تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست مسولینو ځايي خبریالانو ته ویلي چې طالبانو د دغه ولایت په ولسوالیو کې د یو شمېر ښوونځیو دروازې تړلې دي او خبرداری یې ورکړی که غوښتنې یې و نه منل شي نو ښوونځي به تړلي وي.

نږدې درې میاشتې مخکې هم د طالبانو د ګواښونو له کبله ننګرهار کې د زده کړې شاوخوا ۲۸ مرکزونه تړل شوي وو.

له دولت نه د دوی اصلي غوښتنه د یو شمېر ځايي طالبانو خوشې کېدل دي.

په سیمه کې د بي بي سي خبریال وايي طالبانو تېره ورځ ګواښ کړی و که په جګړه کې د یوه وژل شوي طالب مړی ور و نه سپارل شي نو دوی به پر ښوونځیو او کلینکونو بریدونه وکړي.

ننګرهار د پلازمېنې کابل په ۷۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري او پلازمېنې ته نږدې یو له نسبتا ناارامه ولایتونو شمېرل کېږي.

دغه ولایت د پاکستان له قبایلو سیمو سره ګډه او اوږده پوله لري چې په داوړو خواوو کې یې اورپکي نفوذ لري او له همدې ځایونو د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې د بریدونو پلان جوړوي.

دوه ورځې مخکې د دغه ولایت په مرکز کې د ماین د چادونې له کبله د ښځو د حقونو د پلویانو په ګډون لږترلږه پنځه کسان ټپیان شول.

د تېرې یوې اوونې په اوږدو کې وسله والو مخالفینو د کنړ ولایت په مختلفو سیمو کې هم د نجونو او هلکانو لږترلږه دوه ښوونځي او یو کلینک سوځولي دي.

دمګړۍ د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې ډېر شمېر ښوونځي د حکومت مخالفینو د ګواښونو او ناامنیو له کبله تړلي دي.

که څه هم د پوهنې وزارت هر کال د نویو ښوونځیو د پرانیستل کېدو خبر ورکوي خو په ځینو سوېلي او شمالي سیمو کې د جګړې د دوام له کبله سلګونه زده کونکي له زده کړې او روزنې بې برخې شوې دي.

ورته مطالب