م.م:‌ افغان طالبان د مافیا په څېر قاچاق کوي

د انځور حقوق AP
Image caption د امنیت شورا دغه راپور،‌ چې د تېرې سې شنبې ورځې ناوخته خپور شوی،‌ وايي په ۲۰۱۴ کې د بهرنیو ځوانکونو د وتلو په اوږدو کې طالبانو افغان امنیتي ځواکونو او بهرنو عسکرو ته ډېر زیانونه واړول.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه تازه راپور کې ویلي، د افغانستان د طالبانو تحریک اوس د نشه يي توکو او قیمتي غمیو د ناقانونه قاچاق له لارې د مافیا په څېر تمویلېږي.

دغه راپور وايي، طالبان د هیرویینو د فابریکو،‌ ناقانونه غلاوو او تښتونو له لارې ځانونو ته مالي سرچینې برابروي،‌ چې په دې کار سره د سولې خبرو کې لوی خنډ ‌پیدا شوی.‌

ملګري ملتونه وايي، اوس له جنايي شبکو سره د طالبانو پېچلي اړیکي پیل شوي، چې په ګډه نېغ په نېغه د قیمتي ډبرو ناقاقونه کاروبار کوي،‌د نشه يي توکو د تولید مالیې اخلي او خپلې مالي اړتیاوې د تښتونو له لارې پوره کوي.

شنونکي وايي، د بهرنیو تمویلوونکو په ګډون له ټاکل شویو هدفونو ته د پیسو اوښتل په تېر ۱۳ کلونو کې افغانستان کې د طالبانو د فعالیتونو ژوندي ساتلو لامل ګرځېدلی.

د امنیت شورا دغه راپور،‌ چې د تېرې سې شنبې ورځې ناوخته خپور شوی،‌ وايي په ۲۰۱۴ کې د بهرنیو ځوانکونو د وتلو په اوږدو کې طالبانو افغان امنیتي ځواکونو او بهرنو عسکرو ته ډېر زیانونه واړول.

راپور کاږي، په یاد کار کې ولسي وګړو ته هم ډېره مرګ ژوبله واوښته.

د امریکا یوه جګپوړي چارواکي ویلي د امریکا ولسمشر بارک اوباما اوس له افغان ولسمشر محمد اشرف غني نه غواړي چې د امریکايي ځواکونو د وتلو چاره ټکنۍ کړي.

ښاغلی غني هم هڅه کوي له طالبانو سره د سولې هر ډول خبرو لپاره لاره پرانیزي.

د ملګرو ملتونو دغه راپور پر طالبانو د نورو بندیزونو لګولو وړاندیز کړی،‌ چې ودې شي په دې سره ددوی د جنایتي کړنو له کبله مالي سرچینې هم کمزورې شي.

راپور وايي ''په جنايي فعالیتونو کې د طالبانو ښکېل غړي په سیاسي او اقتصادي توګه د حکومت او د جګپوړو طالب مشرانو ترمنځ د سولې له خبرو ګټه نه اخلي''.

په راپور کې دا هم راغلي، چې طالبان کابل ته نژدې په هغو سیمو کې چې د دوی تر واک لاندې دي، د نشه يي توکو د تولید او کان کیندنې مالیې اخلي.

په تازه راپور کې ویل شوي، په ۲۰۱۴ کې د افغانستان سوېلي هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ د کنټرول خپلولو لپاره خونړۍ جګړه وکړه، چې د مالوماتو له مخې هلته د نشه يي توکو د پروسس ځینې کارخانې دي.

د امنیت شورا راپور وايي ''طالبانو د نورزیانو قوم د نشه يي توکو له لویو قاچاقبرانو حاجي بشر نورزی، حاجي بیرګټ او حفیظ ‌الله خان سره د نشه يي توکو راکړه ورکړه پیل کړې ده،‌ چې د طالبانو د فعالیتونو د تمویل لپاره یې حیاتي بڼه لره، او نورزی د طالبانو د تحریک د ړنګېدو له شېبې پورې د ملا عمر نژدې او مهم سلاکار و چې په محمد عمر غلام نبي یې شهرت درلود''.