د طالبانو په ملاتړ د مشرف اعتراف،‌ که د 'دوه مخې' جګړې پای؟

د انځور حقوق AFP

د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر جنرال پرویز مشرف د لومړي ځل لپاره منلې ده،‌ چې د هېواد څارګره اداره 'آی اېس آی' یې له ۲۰۰۲ کال راهیسې د مخکیني افغان ولسمشر حامد کرزي د ادارې د کمزورې کولو لپاره د طالبانو روزنې ته بیا لاس اچولی دی.‌

ښاغل‍ي مشرف چې له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۸ کال پورې د پاکستان پوځي مشر ولسمشر پاتې شوی،‌ له بریتانیایۍ ګارډین ورځپانې سره په مرکه کې ویلي، پاکستان له دې کبله د طالبانو د روزنې لپاره ملا وتړله،‌ چې د حامد کرزي په مشرۍ حکومت د ده په وینا د پاکستان د ستر سیال هند ملاتړی حکومت کمزوری کړي:

''رښتیا هم موږ دداسې ډلو په لټه کې وو چې وکړای شي د پاکستان پر وړاندې د دا ډول ګام اخیستو مخه ونیسي.‌ همدا وو چې د څارګرو دنده مطرح شوه.‌ د پاکستان استخباراتو له طالبانو سره اړیکي ونیول''.

جنرال مشرف پخپله مرکه کې وايي، اوس هغه وخت راغلی چې له نوي افغان ولسمشر اشرف غني سره بشپړه همکاري وشي؛ ځکه چې د ده په اند ښاغلی غني ''په سیمه کې د سولې وروستۍ هیله ده''.

د پاکستان دغه پخواني پوځي مشر دا هم ویلي چې ''ولسمشر کرزي د پاکستان پروړاندې کار کاوه،‌او موږ هم د ده په ګټه کار کاوه.‌ طبیعي وه چې موږ به خپلو ګټو ته لومړیتوب ورکاوه.‌ خو اشرف غني هڅه کوي د تلې دواړې پلې په یو انډول وساتي. موږ هم باید د هغه لاسنیوی وکړو.''

که څه هم مشرف په ډاګیزو خبرو مشهور دی، خو دغه څرګندونې د هغو تورونو د منلو یوه ښه بېلګه ګڼل کېږي، چې افغان دولت یې له تېرو څو کلونو راهیسې پر پاکستان لګوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د افغانستان نوی ولسمشر محمد اشرف غني واک ته له رسېدا وروسته پاکستان ته د سفر کولو شرط د سولې خبرو پیلولو کې نغښتی بللی و،‌ خو لومړی رسمي بهرنی سفر یې پاکستان ته و.

افغانستان د ښاغلي مشرف د مشرۍ په کلونو کې د پاکستان پر حکومت د وسله والو طالبانو،‌ په تېره بیا د حقاني شبکې د وسله والې کولو او هغوی ته د پوځي روزنې په ورکولو تورونه لګول،‌ او پر آی اېس آی یې دا تور لګاوه چې افغانستان ته ځانمرګي برید کوونکي رالېږي او د جګپوړو افغان مشرانو د وژلو پلانونه جوړوي.‌

دا چې پر افغانستان د امریکا تر یرغل مخکې هم پاکستان د طالبانو تر ټولو مهم ملاتړی و،‌ خو د سپتمبر د یوولسمې له پېښو وروسته،‌ ښاغلی مشرف د ''ترهګرۍ ضد جګړې'' کې د امریکا تر ټولو مهم ملاتړی شو.‌

خو د جنرال مشرف وروستۍ څرګندونې د ځینو لوېدیځ دیپلوماتانو او شنونکو هغه ادعاوې ثابتوي، چې ویل به یې پاکستان په جګړه کې دوه مخی رول لوبوي؛‌ له یوې خوا د ترهګرۍ پرضد پیل شوې جګړه کې ظاهراً ځان د امریکا ملاتړی ښيي، له بل پلوه ''ترهګر'' روزي او پناه ورکوي چې په افغانستان کې وجنګېږي.

د افغانستان د قومي جوړښت په اړه هم د مشرف څرګندونې نوې نه دي.‌ هغه څو ځلې ویلي وو چې پښتانه د پاکستان 'طبیعي متحدان' دي؛ همدا ده چې د افغانستان سیاست کې د پښتنو د رول په اړه اندېښنه لري.

د ښاغلي مشرف دا ډول څرګندونې ډېر کله د افغانانو له خوا رد شوې دي.‌

د طالبانو تر سقوط‌ وروسته،‌ په افغانستان کې د هند نفوذ ډېرېدو پاکستان اندېښمن کړی، خو پاکستان د افغانستان په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د هندي کونسلګریو پر جوړېدو نیوکه کړې او ادعا لري چې ګني د افغانستان له لارې هند د پاکستان له بېلتونپالو ډلو سره خوله خوږه کړې او هغوی لاډېرو فعالیتونو ته لمسوي.

خو افغانان تر ډېره پخپل هېواد کې د هند له نفوذ نه د پاکستان وېره بې ځایه بولي،‌ ځکه افغانستان باید له هر بل هېواد، په تېره بیا له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره نېک اړیکي وپالي.

د افغانستان نوی ولسمشر محمد اشرف غني واک ته له رسېدا وروسته پاکستان ته د سفر کولو شرط د سولې خبرو پیلولو کې نغښتی بللی و،‌ خو لومړی رسمي بهرنی سفر یې پاکستان ته و.

پاکستان ته د ښاغلي غني تر سفر وروسته،‌ کابل ته د پاکستاني پوځي او ملکي مشرانو سفرونه هم ډېر شول.‌

اشرف غني د پاکستان په تړاو بېل سیاست غوره کړی او غواړي چې دداوړو هېوادونو ترمنځ اړیکي د پخوا په پرتله لا ډېر ښه وي.

Image caption پاکستان په افغانستان کې د هندي نفوذ په زیاتېدو نیوکه کوي او ډېره اندېښنه یې هم له همدې اړخه ده

که څه هم ښاغلي غني هند ته سفر نه دی کړی، خو ځینې شنونکي وايي، ښاغلی غني غواړي د افغانستان په اړه د پاکستان نظر مثبت لوري ته واړوي او پاکستان ته ځان ښه ورنژدې کړي.

په تېر دسمبر میاشت کې د طالبانو له خوا د خیبر پښتونخوا پر یوه پوځي ښوونځي تر خونړي برید وروسته هم پاکستان کې یو ډول بدلون ترسترګو کېږي، چې ددغه هېواد دولت او سیاسي ګوندونه له افغانستان سره د همکارۍ او همغږۍ لپاره ګامونو اخیستو ته چمتووالی نیولی دی.‌

خو ددوی دغه هڅې هم پاکستان او هم افغانستان کې د ننه له لویو ننګونو سره مخامخ شوې دي، او هېڅ داسې ضمانت نشته چې د پاکستان پوځ دې د تېرو کلونو تجربه تکرار نه کړي.

د ځینو شنونکو په اند، د افغانستان څپ څپانده سیاسي وضعیت ته په کتلو سره، ددغه هېواد نوی نظام، له خپلو ګاونډیانو سره لکه څرنګه چې ښايي، داسې اړیکي ونه شي ساتلی.‌