کندهار: په مالي چارو کې د اصلاحاتو ژمنې شوې

Image caption د ماليې وزير کندهار د سوداګرۍ په برخه کی مهم ولايت بللی

د افغانستان د ماليې وزير اکلیل حکیمي کندهار ته د خپل لومړي سفر پر مهال په دغه ولایت کې د بوديجې د ستونزي د حل ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د شفافیت په موخه به په ګمرکونو او مستوفیت کي اصلاحات راولي.

ښاغلي اکلیل چې د پنجشنبې په ورځ کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د مستوفیت لپاره یوه نوې ودانۍ پرانیستله چې ۲۷ ميلیونه افغانۍ لګښت پرې شوی پرانیستله.

کندهار ته پر وخت د پرمختیایې بوديجې نه ورکول، په تداراکاتي او بیا رغنیزه برخه کې د مالي امکاناتو نشتوالی هغه ستونزې وې، چې د کندهار سیمه ییزو چارواکو د ماليې له وزیر سره شریکې کړې.

د ماليې وزير کندهار د سوداګرۍ په برخه کی مهم ولايت بللی او زياته يې کړه، چي د ولايتي ادارې بوديجوي ستونزو ته به دايمي حل لارې ولټوي.

ښاغلي حکيمي وویل، چي د کندهار په مالياتي ادارو لکه مستوفیت او ګمرکونو کې به د فساد د مخنيوي لپاره بنسټیز ګامونه پورته کړي.

د کندهار په ګمرک او مستوفیت کې د پراخ فساد شته والي هغه ستونزی دي چې ډیر کله ددغه ولایت سوداګر پښه یې ان تر کابل هم رسولي او دغه ستونزه یی له مرکزې چارواکو سره شریکه کړي .