افغان جهادي مشران: د خلکو له مشورې پرته سترې ملي پرېکړې ناروا دي

Image caption د ښاغلي سیاف دغه څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي چې یو شمېر افغان رسنیو راپور ورکړی چې افغان حکومت له هند نه د وسلو د پېرلو پروګرام ځنډولی دی.

د افغانستان جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف وايي حکومت باید په مهمو ملي مسلو کې له ولس سره مشوره وکړي او هېڅ شی باید د خلکو له سترګو پټ و نه ساتل شي.

نوموړي دغه څرګندونې د یکشنبې پر ورځ (فبرورۍ ۱۵مه) له افغانستانه د شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو د ۲۶ کلیزې د لمانځنې د مراسمو پر مهال دغه وکړې.

ښاغلي سیاف وویل: "د ولس له مشورې او د دوی له مالوماتو پرته له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو د ستراتېژۍ بدلون ناروا دی، حرام دی او د دېکتاتورۍ عمل دی. ملي مسلې باید د ولس د پرېکړې پر اساس حل شي. سوله یوه ملي مسله ده".

د ښاغلي سیاف دغه څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي چې یو شمېر افغان رسنیو راپور ورکړی چې افغان حکومت له هند نه د وسلو د پېرلو پروګرام ځنډولی دی.

افغان حکومت په دې وروستیو کې د افغان ملي پوځ د افسرانو یوه ډله د پوځي زده کړو لپاره پاکستان ته ولېږله.

یو شمېر سیاستوالو د ولسمشر غني دغه ګامونه پاکستان ته د نږدې والي په معنا ګڼلي او جهادي مشرانو د یکشنبې ورځې په غونډه کې په دې تړاو خبرداری ورکړ.

ښاغلي سیاف په غونډه کې ناست د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني ته وویل چې مجاهدین له حکومته غواړي چې په دغه ډول مسلو کې له ولس سره مشوره وکړي یا لږترلږه د پارلمان رای واخلي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د یوې اعلامیې له لارې د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر خبرو ته په اشاره په افغانستان کې د دغه هېواد د پوځي عملیاتو خبر ورکړی و.

ښاغلي سیاف په خپلو خبرو کې وویل چې د افغانستان جګړه استخباراتي جګړه ده.

هغه وویل: "په استخباراتي جګړه کې بریالیتوب د اسرارو او محرمو مالوماتو په ساتلو کې دی. خو دلته جاسوسان ډېر دي. د ملا عمر بیانیې همدلته په وزیر اکبر خان کې لیکل کېږي. جاسوسان زموږ د ږیرو لاندې ناست دي" او له حکومت یې وغوښتل چې له جاسوسانو سره جدي مبارزه وکړي.

د سولې په پروګرام کې د مجاهدینو ونډه

غونډې ته راغلو جهادي مشرانو له حکومته وغوښتل چې په افغانستان کې دې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د هغوی له تجربو ګټه واخلي.

ښاغلي سیاف په ځانګړي ډول پر هغو کسانو نیوکه وکړه چې جهاد د مهمو حکومتي څوکیو د نیولو لپاره معیار نه ګڼي او ویې ویل:

"مجاهدینو ښوونځي، زده کړې، دندې او ژوند خوشې کړ او جبهې ته ولاړل چې ستاسو د عزت او ناموس دفاع وکړي، اوس چې کوم کسان تښتېدلي وو او وطن یې خوشې کړی و، ژمن دي او دغو کسانو چې خپل هر څه یې له لاسه ورکړي، ژمن نه دي."

د افغانستان بل جهادي مشر اسماعیل خان وویل چې افغانستان اوس هم د جګړې په اور کې سوځي او سولې او امنیت ته اړتیا لري.

نوموړي د افغان حکومت چارواکو ته وویل چې د سولې راوستلو لپاره باید د مجاهدینو له تجربو کار واخلي.

د افغانستان د دفاع پخواني وزیر بسم الله محمدي هم په دغو مراسمو کې اعلان وکړ چې ټول مجاهدین د امنیتي ځواکونو تر څنګ د امنیت د ټینګښت لپاره هر ډول سرښندنې ته چمتو دي.

هغه زیاته کړه چې په حکومت کې ځینې ډلې په دې هڅه کې دي چې مجاهدین ګوښه کړي خو هغوی به هېڅکله بریالي نه شي ځکه مجاهدین له ټولنې راپورته شوي دي.

د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند مشر او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم په دغو مراسمو کې وویل چې د افغانستان په هېڅ یوه مسله کې باید مجاهدین له پامه و نه غورځول شي.

نوموړي وویل: "د ملي یووالي حکومت مشرتابه په دې ښه پوهېږي چې که مجاهدین ګوښه کړای شي نو د دښمن د لاسوهنې انګیزه به لا پیاوړې شي او د جهادیانو ځای په اسانه نه شي ډکېدای".

ښاغلي رباني وویل چې په تېرو څو کلونو کې د جهادي مشرانو ګیلې او نیوکې د واک لاسته راوړلو لپاره نه بلکې د زړه سوي له مخې او د هغو ارزښتونو لپاره وې چې دوی یې پخاطر جهاد کړی او د دغو نیوکو له کبله باید دوی و نه ځپل شي.

نوموړي همدا راز د هېواد په پرمختګ کې د تعلیم یافته او رښتینو ځوانانو پر رول ټینګار وکړ او ویې ویل چې د افغانستان په مجاهدینو کې دا وړتیا شته چې دغو ځوانانو ته د افغانستان د خدمت چانس ورکړي.

ورته مطالب