لومړۍ مېرمنې او سیاسي محدویت

د انځور حقوق
Image caption یوه مسله چې ښایي هغه ته ډېره پاملرنه نه ده شوې او یوغټ محدویت یې ګڼلی شو د لومړۍ مېرمنې رول او بیا په خاصه توګه له هغې څخه سیاسي حق اخیستل دي.

په روانه میاشت کې د بشري حقونو او د افغانستان د دېموکراسۍ سازمانونو (ښځې د نارینوو له نظره) تر سرلیک لاندې په خپل تازه خپور شوي راپور کې ویلي چې په تېرو اوو کلونو کې په هېواد کې د ښځو پر وړاندې په ټولنیزو چارو کې محدویتونه ډیر شوي دي.

راپور دا هم وايي چې ښځې په تېرو اوو کلونو کې له ډېرو ننګونو سره مخ شوي او ډېر نارینه په دې نظر وو چې ښځې تر کورونو محدوې ښې دي.

د ټولنیزو چارو د محدودیت تر څنګ یوه بله غټه ستونزه د هېواد په سیاسي بهیر کې ښځو ته سیاسي محدودیت او په سیاسي ډګر کې نسبت نورو چاور ته له ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان کېدل دي.

یوه مسله چې ښایي هغه ته ډېره پاملرنه نه ده شوې او یوغټ محدویت یې ګڼلی شو د لومړۍ مېرمنې رول او بیا په خاصه توګه له هغې څخه سیاسي حق اخیستل دي.

له ازادۍ وروسته په څه کم سل کلن تاریخ کې له یوې بېلګې پرته چې لومړۍ مېرمنه دې په حکومت کې شامله وي بله بېلګه نه لرو او دا سیاسي محدویت لومړیو مېرمنو ته په خپله د پاچا یا ولسمشر لخوا وضع شوی او یا لومړۍ مېرمنو خپله نه دي غوښتي چې په سیاسي ډګر کې رول ولري.

په هېواد کې د لومړۍ مېرمنو د سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو مخینه ډېره اوږده ده او د ۱۹۱۹ زېږدیز کال څخه را پیلېږي.

د یوې سیاسي او فعال ټولنیز شخصیت په توګه د ملکه ثریا طرزي، د غازي امان الله خان د مېرمنې راڅرګندېدل وو چې لومړۍ میرمنې تر څنګ د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزیره هم وه.

خو له ملکې ثریا وروسته د هېواد یوې لومړۍ میرمنې هم په حکومت کې کوم پوست کې کار ونه کړ، که څه هم د یوې اجتماعي فعالې په توګه یې کارونه کړي دي.

په دغو کې د سرې میاشتې له لارې له بې وزلو سره د مېرمن حمیرا ظاهر مرسته، مېرمن محبوبه کارمل د یتیمو ماشومانو د کور (وړکتون) سرپرستې او مېرمن فتانه نجیب بې وزلو ماشونو ته د زده کړې په ورکولو کې فعال رول لوبولی دی.

هسې خو ولسمشر محمد اشرف غني په خپلې لومړۍ وینا کې د ښځو په اړه وغږېد او له خپلې مېرمنې لورا غني څخه یې مننه وکړه چې د ژوند په چارو کې یې ورسره مرسته کړې ده.

ولسمشر په هغې وینا کې خپلې مېرمنې ته دنده هم وټاکله چې ټولنیزو چارو کې به د ښځو د ژوند د ښه والي لپاره کار کوي.

په هغه ورځ دا معلومه شوه چې له سیاسي ډګره یې بیله کړه چې د تېرو حکومتونو په څېر بیا هم لومړۍ مېرمنه تر ټولنیزو کارونو محدوه پاتې شوه.

اوس دا پوښتنه را برسېره کېږي چې که لومړۍ مېرمنې په سیاسي بهیر کې ګډې وای، ارزښت به یې څه و او د ښځو په ژوند به یې څه مثبته اغېزه لرله او که نه وي نو څه منفي اغیزه به ولري؟

له اوسنۍ لومړۍ مېرمنې بي بي ګل (لورا غني) سره د مدني ټولنو د ښځینه فعالینو په لیدنه کې دا وړاندیز ورته وشو چې ځینې ښځینه کدرونه به در وپېژنو چې ولسمشر یې وزارتونو ته ومني.

خو لومړۍ مېرمني وویل چې دا د دې کار نه دی او دا نه غواړي چې په سیاست کې مداخله وکړي.

د لومړۍ مېرمنې د خبرو مثبت اړخ دا و چې ښه ده چې د ولسمشر په کارونو کې مداخله نه کوي او له خپل موقفه ناوړه ګټه نه پورته کوي خو منفي اړخ یې دا دی که لومړۍ مېرمنه لږ تر لږه د ښځو د چارو د ښه والي په برخه کې د ولسمشر سلاکاره وای ښایي وزارتونو ته د ښځینه کدرونو په معرفي کولو کې ورته ګټوره تمامه شوې وای.

ورته مطالب