د ولایتي شورا ټپي شوې غړې انګیزه شینوارې ومړه

Image caption په ننګرهار کې د بي بي سي خبریال وايي، انګیزه شینوارې له ډېرو فعالو ښځو څخه وه، چې د ښځو د حقونو دفاع لپاره یې د هغوی غږ تر چارواک پورې رساوه

د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولایت کې د ولایتي شورا ټپي شوې غړې او لیکوالې انګیزه شینوارې د تېرې اونۍ چاودنه کې د ټپونو له کبله ساه ورکړې ده.

تېره اونۍ جلال اباد ښار کې چاودنه وشوه، چې انګیزه شینوارې پکې سخته ټپي شوې وه.

ننګرهار کې د بي بي سي خبریال ببرک میاخیل خپل رپوټ کې کاږي، چې د نوموړې جنازه نن ( فبروري ۱۶) په جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شوه. د ننګرهار ولایتي چارواکو او دولایتي شورا غړو دهغې د جنازې پر مهال پرافغان حکومت نیوکې کولې چې دانګیزې په در ملنه کې یې ناغیړي کړې ده.

دولایتي شورا غړي، ذبیح الله زمري وویل، له ولسمشر او د حکومت له څو مشرانو سره یې خبرې وکړې او د انګیزې د درملنې لپاره یې تر ې مرسته وغوښته خو په وینا یې، هېڅ پام یې ونه کړ.

تر دې دمه د دغې پیښې عاملین نه دي پیژندل شوي. وسله والو طالبانو هم پر هغې دبرید مسولیت نه دی منلی.

Image caption انګیزه شینوارې په تېرو پنځو کلونو کې د ننګرهار د ولایتي شورا تر ټولو ځوانه غړې وه، چې د ولایتي شورا په دویمو ټاکنو کې هم بریالۍ شوې وه

د ننګرهار ولایتي شورا غړی ذبیح الله زمري بي بي سي ته وویل، انګیزې شینوارې تېره نیمه شپه روغتون کې ساه ورکړه.

ښاغلی زمری وايي آغلې شینوارې د دلو/سلواغې پر ۲۱ د ننګرهار مرکز جلال اباد کې د نښلول شوو چاودېدونکو توکو چاودنې له کبله سخته ټپي شوې وه، چې دواړې پښې یې له لاسه ورکړې وې، چې ظاهراً د ډېرې وینې د ضایع کولو له کبله یې ساه ورکړې ده.

د سردار محمد داود خان روغتون، چې آغلې انګیزه پکې بستري شوې وه، چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د تېرې سې شنبې ورځې په چاودنه کې د انګیزې شینوارې موټر په نښه شو، چې چلوونکی یې هماغه مهال ووژل شو.

Image caption د تېرې سې شنبې ورځې په چاودنه کې د انګیزې شینوارې موټر په نښه شو، چې چلوونکی یې هماغه مهال ووژل شو

د ننګرهار پولیسو هغه مهال ویلي وو چې په دې چاودنه کې انګیزه شینوارې او څلور نور کسان ټپیان شوي دي.

انګیزه شینوارې په تېرو پنځو کلونو کې د ننګرهار د ولایتي شورا تر ټولو ځوانه غړې وه، چې د ولایتي شورا په دویمو ټاکنو کې هم بریالۍ شوې وه.

انګیزې شینوارې چې نژدې ۳۳ کاله عمر یې درلود ، تر دولسمه یې زده کړې په جلال اباد ښار کې کړې وې.

لوړو زده کړو ته یې، په ننګرهار پوهنتون کې په پښتو ادبیاتو کې دوام ورکړ، تر څلورم ټولګي یې زده کړې ورسولې، خو وروستی سمسټر ترې د ځینو ستونزو له کبله پاتې شو . هغې د ښوونکې په توګه دنده پیل کړه، وروسته یې سیمه ییزو رسنیو کې د خبریالې په توګه دنده ترسره کوله، خو له تیرو شپږو کلنو راهیسې، په دوو دورو کې دننګرهار په ولایتي شورا کې ولسي استازې وه.

دولایتي شورا پر دندې سربېره انګیزې شینواري د ښځو د حقونو په برخه کې هم هلې ځلې کولې. هغې په دغه برخه کې لیکنې کولې، په ژورنالیستیکو پروګرامونو کې یې ونډه اخیسته او په غونډو کې یې ویناوې کولې.