لوګر کې پر امنیه قومندانۍ د طالبانو برید ۲۰ پولیس وژلي

Image caption د برید پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستې ده

د افغانستان پلازمېنې کابل په ګاونډ لوګر ولایت کې د مرکز پل علم کې پر امنیه قومندانۍ ډله ییز برید شوی.

د لوګر د والي ویاند دین محمد درویش بي بي سي ته وویل، برید ماسپښین شاوخوا یوه بجه د لوګر امنیه قومندانۍ دروازه کې ځان چوولی او نور قومندانۍ ته ننوتي وو:

''په پېښه کې شل پولیس وژل شوي او اته نور ټپیان دي. برید کوونکي څلور کسان وو. لومړي ځانمرګي برید کوونکي د ننوتلو په دروازه کې وژل شوي او دوه نور له پولیسو سره په نښته کې وژل شوي. او څلورم یې د غرمنۍ د خوړنځي په منځ کې ځان چوولی دی.''

یوې بلې سرچینې ویلي، دوو برید کوونکو د ملي پولیسو جامې او دوو نورو د ملي پولیسو جامې اغوستې وې.

عیني شاهدان وايي، امبولانسونه یې لیدلي، چې شاید مړي او ټپیان به یې لېږدول.

نوموړی وايي، له برید سره سم دوه چاودنې وشوې او بیا وسله والو نښته پیل کړه.

وسله والو طالبانو د لوګر پر امنیه قومندانۍ د برید پړه منلې ده.

لوګر د کابل په شاوخوا اتیا کیلومترۍ کې دی، چې پلازمېنې ته نژدې له نسبتاً ناامنه ولایتونو ګڼل کېږي.

د لوګر پل علم کې نننی برید د روان ۲۰۱۵ کال له پیله پر افغان امنیتي ځواکونو تر ټولو خونړی برید دی.

له تېرو دوو میاشتو راهیسې افغان امنیتي ځواکونو د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره د ټول هېواد امنیتي چارې پرغاړه اخیستې دي.

په وروستیو کې د حکومت مخالفو وسله والو بریدونه ډېر شوي، چې نن ګهیځ د پلازمېنې کابل په نسبتاً خوندي مکروریانو سیمه کې چاودنه شوې، چې مرګ ژوبله یې نه لرله.