د پاکستان د پوځ مشر کابل ته تللی

د انځور حقوق Getty
Image caption جنرال راحیل د پاکستاني پوځ پنځلسم لوی دستیز دی. نوموړی په ۱۹۵۶ کال په کوټه کی زېږدلی دی.

د پاکستان پوځي سرچینو ویلي، د پوځ مشر جنرال راحیل شریف له افغان پوځي او سیاسي چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته تللی دی. په پام کې ده چې نوموړی له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم کتنه ولري.

د پاکستان د پوځ ویاند ویلي، جنرال راحیل شریف د سې شنبې په ورځ کابل ته ورسېد.

کابل کې د پاکستان سفارت هم د ښاغلي شریف د سفر خبر تایید کړی دی.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر هم ویلي، په پام کې ده، چې ولسمشر غني له جنرال راحیل شریف سره وګوري.

په وروستیو کې د پاکستاني او افغان ملي یووالي حکومت ترمنځ اړیکي د پخوا په پرتله ښه شوي دي.

دا په تېرو درو میاشتو کې کابل ته د ښاغلي شریف دویم سفر دی.

جنرال راحیل شریف د تېر نومبر پر ۶ هم کابل ته تللی و، چې له ولسمشر محمد اشرف غني، اجرايي رییس عبدالله عبدالله، افغان دفاع وزیر او ملي امنیت له سلاکار سره کتلي وو.

پاکستان کې د ځمکنیو ځواکونو لوی درستیز په دې هېواد کې تر ټولو لویه پوځي رتبه او واک لري.

جنرال راحیل د پاکستاني پوځ پنځلسم لوی دستیز دی. نوموړی په ۱۹۵۶ کال په کوټه کی زېږدلی دی.

له جنرال راحیل شریف سره د کابل په سفر کې د پاکستان د څارګرې ادارې (آی اېس آی) مشر رضوان اختر هم ملګری دی.

د ده د کورنۍ شالید هم پوځي دی. مشر ورور یې میجر (تورنجنرال) شبیر شریف ته د پاکستاني حکومت له خوا ستر پوځي میډال (نشان حیدر) ورکړل شوی و، هغه په ۱۹۷۱ د پاکستان او هند ترمنځ جګړه کې مهم هم رول ادا کړی دی.

د انځور حقوق
Image caption له جنرال راحیل شریف سره د کابل په سفر کې د آی اېس آی مشر رضوان اختر هم ملګری دی.

دی له تېرو څو کالو راهیسې د پاکستان د پوځ په مرکز جي ایچ کیو کې د پوځ د عصري روزنې د ادارې مشر و او په دې برخه یې کې یې اوچت بریالیتوبونه لرلي.

ورته مطالب