''کندوز کې دوو مینانو زهر خوړلي''

د انځور حقوق

د افغانستان شمالي کندوز ولایت چارواکي وايي له کابله د دغه ولایت امام صاحب ولسوالۍ ته دوو تښتېدلو مینانو وروسته له هغه زهر خوړلي، چې کورنۍ یې د اوسېدو پرځای خبرې شوې. نجلۍ مړه شوې او زلمی لاهم ژوندی دی.

دغه دوه مینان، چې زلمی ۲۲ کلن دی او نجلۍ ۱۸ کلنه،‌ تازه له کابله له خپلو کورنیو تري تم شوي او پل یې د کندوز امام صاحب ولسوالۍ ته پسې اخیستل شوی دی.

ویل کېږي، چې له څو کلونو راهیسې دغو مینانو له یوبل سره د مینې تارونه نغښتل،‌ او هڅه یې دا وه چې واده وکړي. که څه هم زلمي د نجلۍ له کورنۍ نه څو ځلې د کوژدې غوښتنه کړې وه،‌ خو هغوی رد کړې وه چې بالاخره دواړو د تېښتې لاره غوره بللې ده.

د کندوز سیمه ییز چارواکي وايي دواړه مینان امام صاحب ولسوالۍ کې د زلمي د یوه دوست کور ته نژدې مېشت شوي،‌ خو کله چې خبر شوي چې کورنۍ یې ددوی د اوسېدو په ځای خبرې دي، او د دوی د بېلتون هوډ‌ لري، دواړو د ځانوژنې لپاره چمتووالی نیولی.

د کندوز د ښځو چارو مشره ناهیده آصفي وايي، نجلۍ او زلمي دواړو د موږکانو د وژلو درمل خوړلي،‌ نجلۍ ساه ورکړې ده او زلمی لاهم ژوندی دی.

د کندوز د حوزوي روغتون یوه ډاکټر بي بي سي ته وویل،‌ نجلۍ ځکه مړه شوې، چې زښته ډېر زهر یې خوړلي، خو د زلمي روغتیايي وضعیت یوڅه ښه دی.