سرپل کې د طالبانو ضد چاڼیز عملیات کېږي

د انځور حقوق
Image caption په سرپل ولایت کې ناامنۍ تازه خبره نه ده، اندېښنه دا ده، چې اوس د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ګڼو سیمو راتلل د حکومت لپاره لوی سرخوږی جوړ شوی.

په پام کې ده، چې د افغانستان شمالي سرپل ولایت له 'شیرامه' سیمې نه د وسله والو طالبانو د ایستلو په موخه پراخ پوځي عملیات پیل شي. چارواکي وايي، ځواکونه د پوځ امر ته په انتظار دي.

شیرامه د سرپل یوه له هغو مهمو سیمه ده، چې له څه مودې راهیسې پکې طالبان پرې واکمن دي.

ددغې سیمې غځېدلې لارې بندې دي همدا ده چې ګڼې کورنۍ خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې دي.

په سرپل ولایت کې ناامنۍ تازه خبره نه ده، اندېښنه دا ده، چې اوس د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ګڼو سیمو راتلل د حکومت لپاره لوی سرخوږی جوړ شوی.

طالبانو په وروستیو کې شیرامه سیمه ونیوه، چې دغه سیمه تر سلو ډېر کلي لري.

که څه هم په وروستیو کې د سرپل بلغلي سیمه د طالبانو له حضوره پاکه شوې ده، خو افغان امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې له شیرامې هم طالبان پکې واخلي.

د سرپل ولایتي شورا هلته وضعیت اندېښمنوونکی بللی چې په وینا یې له همدې سیمې د سرپل نورو سیمو ته هم ناامنۍ خپرېدای شي.

خو د سرپل امنیتي چارواکي وايي، اوس د پراخو عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي.

د سرپل امنیه قومندان جنرال حبیب ګلبهاري ویلي، په دې چاڼیزو عملیاتو کې به د پولیسو، اردو او ملي امنیت ځواکونو په ګډون تر زرو ډېر پوځيان برخه ولري.

شیرامه د سرپل له مهمو سیمو ګڼل کېږي، چې له جوزجان او بلخ ولایتونو سره د نښلوونکي پله حیثیت لري، چې د کارپوهانو په وینا، که چېرې دغه سیمه له طالبانو پاکه نه شي، د ناامنو لمن به یادو ولایتونو ته هم وغځېږي.

ورته مطالب