د طالبانو مشرتابه د سولې خبرو ته غاړه ایښې

د انځور حقوق
Image caption سرچینې دا هم ویلي چې د سولې خبرې اترې ښايي د راتلونکي مارچ په میاشت کې په قطر کې پیل شي.

د طالبانو یوې باوري سرچینې بي بي سي سره په خبرو کې منلې چې د افغان طالبانو مشرتابه د پاکستان په منځګړتوب له افغان حکومت سره د سولې خبرو پیلولو اجازه ورکړې.

سرچینې دا هم ویلي چې د سولې خبرې اترې ښايي د راتلونکي مارچ په میاشت کې په قطر کې پیل شي.

له اسلام اباده زموږ همکار طاهر خان په خپل رپوټ کې وايي:

د طالبانو دغې سرچینې چې نه غواړي نوم یې څرګند شي بي بي سي ته منلې چې د افغان طالبانو مشرتابه د پاکستان په منځګړتوب له افغان حکومت سره د سولې د خبرو پیلولو اجازه ورکړې.

سرچینې ویلي چې د دوی د قطر دفتر یو مهم چارواکی قاري دین محمد پاکستان ته د خبرو اترو لپاره راغلی و او د پاکستان حکومت له چارواکو سره یې لیدلي.

د سرچینې پر بنسټ قاري دین محمد د طالبانو هغه لوړپوړی چارواکی دی چې څه موده وړاندې یې چین ته په سفر کې د پلاوي مشري هم په غاړه لرله.

دغې سرچینې دا ادعا هم کړې چې قاري دین محمد په اسلام اباد کې له چینایي چارواکو سره هم لیدلي او په نژدې ورځو کې د طالبانو یو بل پلاوی چې په هغې کې به پر قاري دین محمد سربېره د طالبانو بل مشر عباس ستانکزی هم شامل وي اسلام اباد ته راتلونکي دي.

سرچینې بي بي سي ته ویلي چې کېدای شي د طالبانو ځینې نور لوړپوړي چارواکي هم قطر ته ولاړ شي او د پاکستان په همکارۍ به د راتلونکې مارچ په میاشت کې له افغان حکومت سره د سولې خبرې اترې پیل شي.

طالبانو لا تر اوسه رسمآ دا نه ده منلې او د سولې او پخلاینې د خبرو اترو له پیلولو نه انکاري دي.

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې وروسته له هغې په رسنیو کې زیاتې تودې شوې چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف کابل ته تللی و او د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون یې له لوړ پوړي حکومتي چارواکو سره لیدلي و.

د انځور حقوق Getty
Image caption د پاکستان د پوځ مشر راحیل شریف څو ورځې وړاندې افغانستان ته راغلی و

تر دې وړاندې د یوه پاکستاني لوړپوړي پوځي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، له قوله دا ویل شوي و، چې د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف کابل ته د خپل سفر پرمهال ولسمشر غني ته ویلي، طالبان د مارچ میاشتې له پیل سره سم د خبرو پیلول غواړي.

د ذبیح الله مجاهد په نامه د افغان طالبانو یوه ویاند په قطر کې د طالب استازو او امریکايي چارواکو ترمنځ د خبرو ترسره کېدل او د پاکستاني لوړپوړي چارواکي دا ادعا رد کړی و..

د تېرې سې شنبې په ورځ ( فبروري ۱۹) کابل ته سفر کې د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف له ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییوي مشر عبدالله عبدالله سره لیدلي و.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې ویل شوي، د پاکستاني پوځ مشر د افغانستان سولې په هلو ځلو کې د مرستې ژمنه تکرار کړې چې د پاکستان د دغو هلو ځلو پایلې به ډېر ژر څرګندې شي.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې ویاند عاصم باجوه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، افغان ولسمشر اشرف غني او د پاکستاني پوځ مشر د خپلو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ستاینه کړې او هوډ یې څرګند کړی، چې خپلو پولو کې دننه به فعالیتونه روان ساتي.

ورته مطالب