عبدالله: له طالبانو سره خبرې کېدای شي ډېر ژر پيل شي

Image caption ښاغلی عبدالله وايي افغانان به د سولې خبرو له ټولو پرمختګونو خبرول کېږي

د افغان حکومت اجراييه مشر عبدالله عبدالله د وزيرانو په يوه غونډه کې ويلي چې په راتلوونکو څو ورځو کې به افغان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرې پيل کړي، چې په وينا يې دا خبرې به يې د هېواد په ګټه وي، خو د طالبانو وياند دغه خبرې رد کړې دي.

نوي افغان مشران باوري ښکاري چې له طالبانو سره خبرې به ژر پيل شي. افغان ولسمشر اشرف غني وايي په تېرو ۳۶ کلونو کې د سولې خبرو لپاره داسې چاپېريال نه و رامنځ ته شوی.

اوس د افغان حکومت اجراييه مشر چې يو وخت د اشرف غني سياسي سيال و، وايي د سولې خبرې کېدای شي په راتلونکو څو ورځو کې پيل شي.

ښاغلي عبدالله وويل کله چې د سولې خبرې پيلږي افغانان به له ټولو پرمختګونو خبرېږي. ويل کېږي د سولې په خبرو کې دا زړورتيا ښايي د پاکستان سره د ښو اړيکو له کبله وي.

راپورونه ښيي چې د پاکستان جګپوړو مقاماتو له افغان طالبانو سره د سولې په اړه لومړۍ خبرې پيل کړې دي.

د سولې خبرو د کاميابۍ په اړه شکونه شته دي. پخوا د سولې خبرو ډېرې هڅې ناکامې شوې وې.

بل پلو ته طالبانو تر اوسه له جنګ لاس نه دی اخيستی.

د ښاغلي عبدالله د خبرو په اړه د طالبانو وياند د سولې ژر پيلېدونکو خبرو دا هڅې رد کړې دي.