لوګر کې د 'داعش' پلویانو د خلکو پر کورونو 'برید کړی'

د افغانستان پلازمېنې کابل څنګلوري لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې یوې ډلې چې ځان د "اسلامي دولت" مخکیني (داعش) پلویانو بولي، د خلکو پر کورونو برید کړی. سیمه ییز چارواکي وايي، ددغې ډلې د ځپلو لپاره یې لوی عملیات په پام کې نیولي دي.

د افغانستان د لوګر ولایت سیمه ییز چارواکي وايي د هغې ډلې پر ضد به ډېر ژر پوځي عملیات پیل کړي چې د دوی په وینا په خلکو کې د ویرې ترهې د پیداکولو تر څنګ د "اسلامي دولت" (داعش) د نظریو تبلیغ کوي.

کابل کې زموږ همکار محمود کوچی وايي، د لوګر د څرخ ولایت اوسیدونکو بي بي سي سره په خبرو کې منلې چې په تېرو څو اونیو کې داسې ډلې د دوی په سیمو کې پیدا شوي چې د سپینو جنډو پر ځای یې "تور بیرغونه" ځړولي او زیارتونو او ټلویزیونونه ته یې اور ورته کړی دی.

که څه هم چې د دغې نوې پیدا شوې ډلې په اړه ډېر څه نه دي ویل شوي، خو سیمه وال وايي چې پخپلو کړنو کې له طالبانو ډیر سخت دریځه ښکاري، د دوی په وینا دغه ډله د خلکو پر کورونو ننوځي او وار له مخې ټلویزیونونه ماتوي او یو شمېر خلک له کورونو وباسي او پر وژلو یې هم سرپه نه کوي.

د څرخ د ولسوالۍ یو تن قامي مشر محمد دین وايي چې او د دوی پر سیمو کې د سپینو بیرغونو بر ځای تورې جنډې ځوړندې شوې دي.

د لوګر د څرخ ولسوال هم د دغې ډلې شته والی مني، هغه وايي دا مهال د دوی سره هومره ځواک نه شته چې پر مټ یې د دغې سخت دریځې ډلې مخه ونیسي، ولسوال خلیل کمال وايي چې دوی د لوګر له چارواکو نه غوښتي چې د دغو ډلو د په شا کولو لپاره پیاوړي پوځی عملیات پیل کړي.

د لوګر ولایتي شورا هم د دغو ډلو پر پیدایښت اندیښمنه ده، د ولایتي شورا مشر وايي که چیرته امنیتي ځواکونه د دغې ډلې د مخنیوی لپاره لاس په کار نه شي، ښايي دغه ډله د لوګر نورو ولسوالیو ته هم ګواښ پیښ کړي، خو په همدې حال کې د لوګر د پولیسو مشر وايی چې ډیر ژر به د افغانستان وسله وال پوځونه له سیمې نه د دغې دډلې د ایستلو لپاره پراخ پوځي عملیات پیل کړي.

د انځور حقوق
Image caption د لوګر ولایتي شورا هم د دغو ډلو پر پیدایښت اندیښمنه ده

د لوګر ولایت ترڅنګ د افغانستان په ځینو نورو برخو کې هم د "داعش" ډلې د راټوکېدو خبره داسې مهال په رسنیو کې ګرمه شوې چې د طالبانو سره د افغان حکومت د جوړ جاړي خبرو هم زور اخیستی.

یوشمېر افغانان داسې انګیري چې ښايي له دې وروسته طالبانو په بله بڼه یا "داعش" سر راپورته کړي، او ښايي دا بله نوې لوبه وي چې په افغانستان کې د نړیوالو لوبغاړو له خوا پیلیږي، خو افغان چارواکي وايي حکومت به د هرې هغې ډلې پر ضد درېږي چې هېوادنۍ ګټې له خطر سره مخامخوي.

ورته مطالب