غزني کې دوه کلنه نجلۍ ولې ''دوه ځلي'' خرڅېده؟

د انځور حقوق

د غزني ښار ته څېرمه په شمال کې د تنګوله خټو او اوبو نه ډکې کوڅې په خټینو کورونو کې شپږ کسیزه کورنۍ چې دوه نجونې، دوه هلکان او مور او پلار اوسیږي، د کور مشر هم له دې امله چې په مخدره توکو روږدی دی، په کور کې زیاتره وخت نه وي.

دغه نشه پلار ‎دا توان هم نه لري چې خپلې کورنۍ ته یوه ګوله ډوډۍ ومومي.

د وړوکې صدف مور اړه شوه چې د نورو اولادونو د ژغولو لپاره خپله کابو دوهکلنه لور صدف د سل زره افغانیو په بدل کې خرڅه کړې.

دلته له تنګو کوڅو را تېر شوم. ددغې کورنۍ خټین کور کوچنی انګړ هم له خټو ډک دی او د باران اوبه هم خال خال هرځای ولاړې دي.

له تیاره دهلیزه چې تیر شو، نو کوټې ته به رسېدم. هلته په تاخچه کې یو تیلي څراغ ښکاري.

په غولي یو پلاستیکي فرش هوار دی، چې تر نیمايي پورې يې رارسېدلی. ددغه کور مېرمن وايي: "اړه شوم د نورو اولادونو د ساتلو او ژغولو په مقصد خپله لور خرڅه کړم".

هغې دا هم وویل: چې "لور مې یوه میاشت کم دوه کلنه ده. په کور کې موڅه نه درلودل. نو اړه شوم چې دا خرڅه او دا نور اولادونه وژغورم. اخیستونکې يې ترور وه خو هغې بیا بل چا ته ورکوله. مېړه مې ناروغ دی په مخدره توکو روږدی دی. سرپناه نه لرو، په دغه لوېدونکي کور کې اوسېږو. بل داسې کوم زړه سواندی څوک نه لرو چې راباندې زړه وسوځوي. له هرچا مې هیله دا ده چې مرسته راسره وکړي".

د انځور حقوق AFP

د صدف مور وايي ډېرو دولتي ادارو او د کډوالو ریاست ورونه یې وروټکول، خو چا ورسره مرسته ونه کړه، خپلوانو یې هم لاسنیوی ونه کړ، همدا وو چې له سختې لوږې سره مخامخ شوه، ځکه یې د خپلې کوچنۍ لور د خرڅولو نیت وکړ.

هغه وايي: "د مهاجرینو ریاست کې يې له اړو او بېوزلو سره مرسته کوله، خو له ماسره چا مرسته ونه کړه، له هغوی څخه غواړم چې له ماسره مرسته وکړي . څو له دې ستونزو وژغوله شم. که نه نو بیا مجبوره یم د سړک په غاړه به سوال کومه. ځکه چې نور څوک نه لرم نو له ګدايي پرته خو بله لاره نه لرم".

د ماشومانو خرڅول او اخیستل د اسلام ددین او د بشري حقونو د قوانینو او ملي تعهداتو پر وړاندې خلاف کار دی. د بشر د حقونو خپلواک کمیسون د رسنیو برخې مشر رفیع الله وایي، د انسان کرامت ته په درناوي سره ماشومان هېڅکله هم باید د معاملې وړ نه وي:

"ماشومان که لوی وي او یا هم واړه، په هېڅ صورت باید پرې معامله ونه شي. هم د اسلام د احکامو او هم د بشري قوانینو په بیناد مردود دي. انسان اشرف المخلوقات دی خرڅول یې خلاف کار دی دا مردود عمل دی".

مرسته

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption غزني کې د ناامنیو ترڅنګ بې کاري هم ډېره ده

خو په غزني کې یوشمېر کسان چې له دې پېښې خبر شول، ددې مرستي ته یې ور ودانګل او ژمنه يې وکړه چې هره میاشت به دغې کورنۍ ته پینځه زره افغانۍ ورکوي څو په دې توګه خپل ورځني مشکلات حل کړي.

دیني عالم مولوي راز محمد وايي اسلام د ورولۍ او مرستي دین دی:

"له بېوزلو او اړو کسانو سره مرسته دیني وجیبه ده په سختو حالاتو کې د هغوی اولادونه د پیسو په مقابل کې باید وانخیستل شي. په اسلام کې مرسته له اړو خلکو سره وجیبه ده".

ورته مطالب