کونړ: دکورنیو چارو وزیر د پولیسو اصلاحاتو ژمنې کړې

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د کورنیو چارو وزیر د افغان ځواکونو د لا نور سمبالښت ډاډ ورکاوه

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي په کونړ کې د پولیسو په برخه کې د پراخو اصلاحاتو خبره وکړه.

هغه سملاسي د جلب او جذب قومندان دفساد په تور له دندې لرې کړ.

ښاغلي علومي په هېواد کې د داعش د راپورته کېدو خبرې تشې اوازې وبللې. هغه هیله وښوده چې نوره به شته وسله د یو بل پر ضد و نه کاریږي، چې اشاره ېې دسولې روانو خبرو ته وه.

د کونړ خلکو د قاچاقو تر څنګ په پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو کې د سمون غوښتنه کوله.

نعمت الله کریاب له کونړه خپل رپورټ کې کاږي، چې په یوه سخته باراني ورځ د کورنیو چارو نوي وزیر په کونړ کې د خلکو هغه شکایتونه او ګیلې چې له امنیتي ځواکونو او حکومت نه ېې لرلې واوریدي.

د نورو تر څنګ د ولسي جرګې غړو په ډاګه د ځینو ناغیړیو یادونه وکړه، حاجي سخي مشواڼي مخامخ د جلب جذب قومندان عسکرۍ ته د تلونکو کسانو نه په پېسو اخیستو تورن کړ او د کورنیو چارو له وزیر نه ېې د هغه دایسته کېدو غوښتنه وکړه، هغه چې سملاسي ومنل شوه.

دولسي جرګې یوه بل غړي صالح محمد صالح د پاکستاني کډوالو او پاڅونوالو خبره راپورته کړه او دغه دواړه ېې د دې ځاي د خلکو د ځپلو پلمې وبللي. هغه د کونړ امنیت د ډاډ وړ و نه باله او ويي ویل اسد اباد تر پخوا ډېر نا خوندي دی.

د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي خلکو ته ډاډ ورکړ چې پولیس او امنیتي ځواکونه به له دې وروسته له قانون پرته هېڅ ډول کړنه نه تر سره کوي.

نوموړي وویل هڅه به ېې دا وي چې پر نورو د نیوکو پر ځای به خپل کور جوړوي.

ښاغلي علومي تر جګړه مارو او نورو وسلوالو مخالفینو فساد ستر دښمن وباله، ویې وویل پخپل ټول توان به په پولیسو کې د شته فساد مخه نیسي.

د کورنیو چارو وزیر په افغانستان کې د داعش راپورته کېدل د اوس لپاره اوازې یادې کړې خو ویې ویل افغان دولت به ېې سر را پورته کولو ته پرې نه ږدي.

د کورنیو چارو وزیر د افغان ځواکونو د لا نور سمبالښت ډاډ ورکاوه خو هیله ېې دا وه چې نور ه شته وسله د یو بل پر ضد و نه کاریږي، چې اشاره ېې ظاهرآ د سولې روانو خبرو ته وه.

ښاغلي علومي خلکو ته ډاډ ورکړ چې دڅېړنو، اصلاحاتو ، او د قانون پلي کېدل به ډېر ژر وګوري. د کورنیو چارو وزیر د افغان ولسمشر له لوري د ختیځو ولایتونو دامنیتي حالت د ارزونې په موخه تللی دی، چې تېره ورځ په ننګرهار کې خلکو د یوشمېر دولتي چارو اکو نه دکورنیو چارو وزیر ته سخت شکایتونه وکړل.