افغان ښونکی د نړۍ د "لسوغوره ښونکو" په کتار کې

Image caption افغان ښونکی عزیزالله رویش وايي: زما لپاره تر ټولو الهام بښونکې د خپلو زده کونکو د معصومانه تبسمونو لیدل دي.

عزیزالله رویش یو نوښتګر افغان ښونکی د هغو لسو ښونکو په ډله کې دی چې د یوې بریتانیا میشتې نړیوالې خیریه موسسې، د (وارکې بنسټ) له خوا د ښونکي د نړیوالې جایزې لپاره غوره شوی دي.

دا خیریه موسسه وايي: "د نړۍ د تر ټولو ښو ښونکو د تقدیر او لمانځنې لپاره یې د یو میلیون ډالرو جایزه په پام کې نیولې ده. دا جایزه به هغه ښونکي ته ورکول کېږي چې خپلو زده کونکو او شاوخوا ټولنې ته د الهام سرچینه ګرځېدلی وي."

دغه موسسه زیاتوي: "د ښونکي د نړیوالې جایزې هدف دا دی چې د پوهنې او روزنې په برخه کې هغه څه ترلاسه کړي چې د نوبل جایزې د ساینس، ادبیاتو او سولې په برخه کې تر لاسه شوي دي. غواړو یوې بسیا نړیوالې ټولنې ته د رسېدو په لاره کې د ښونکو باارزښته ونډې ته وده ورکړي."

د وارکې خیره موسسې ویب پاڼه لیکي چې د نړۍ د زرګونو کاندیدانو له منځه ۵۰ تنه ښونکي غوره شوي و چې له هغو څخه لس تنه تر ټولوغوره کاندیدان د یو ۶۷ کسیزه نړیوال منصفه هیات له خوا د وروستۍ سیالۍ لپاره جلا شوي دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د معرفت عالي لیسه د کابل په یوې بېوزلې سیمه کې ده.

په نظر کې ده چې د ۲۰۱۵ کال د مارچ د میاشتې په ۱۵ نېټه په دوبۍ کې د ښونکي د نړیوالې جایزې مراسم ترسره شي.

د لسو غوره ښونکو په کتار کې ۵ ښځې او ۵ نارینه دي چې ۳ تنه یې د امریکا له متحدو ایالتونو، او یو یو کس له افغانستان، هندوستان، بریتانیا، کینیا، کمبوډیا، مالیزیا او هایټي څخه دي.

افغان ښونکی عزیزالله رویش وايي: "زما لپاره تر ټولو الهام بښونکې د خپلو زده کونکو د معصومانه تبسمونو لیدل دي. هغوی هره ورځ ښونځي ته راځي چې په شوق سره یو توری یا یو عدد زده کړي."

عزیزالله رویش په لس کلنۍ کې ښوونځی پیل کړی و، خو پر افغانستان د شوروي د یرغل نه وروسته مجبوره شو چې پاکستان ته مهاجر شي.

د مهاجرت په وخت کې یې د رسمي زده کړو د دوام امکانات نه درلودل نو ځکه یې په کور کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ.

عزیزالله رویش له مهاجرت نه افغانستان ته له بېرته ستنېدو وروسته د یو شمېر ښوونځیو په جوړولو لاس پورې کړ.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ښاغلی رویش په خپل ښوونځي کې د تعلیمي نصاب د مضمونونو سربېره د دېموکراسۍ او موسیقۍ په هکله هم د درسونو امکانات برابر کړي دي

خو په ۱۹۹۴ کال کې د طالبانو له وېرې بېرته پاکستان ته لاړ او هلته یې د افغان مهاجرو لپاره د معرفت یا پوهې په نامه یو ښوونځي جوړ کړ.

په ۲۰۰۱ کې د طالبانو د حکومت له نسکورېدو وروسته یې د معرفت ښوونځی کابل ته انتقال کړ چې تر اوسه پورې یې کار دوام لري.

په ۲۰۱۴ کال کې د معرفت په لیسې کې ۴۰۰۰ زده کونکو زده کړه کوله چې ۴۴ سلنه یې نجونې وې.

عزیزالله رویش ویلي که جایزه وګټي نو له پیسو څخه به یې د خپل ښوونځي د بیا رغونې او پراخولو لپاره کار واخلي. هغه دا هم غواړي چې د مسلکي ښوونکو د روزنې لپاره یوه اکاډیمي هم پرانیزي چې د معرفت لیسې د زده کړو نمونه یا ډول په ټول هېواد کې عمومیت پیدا کړي.

ښاغلي رویش د بي بي سي فارسي ویب پاڼې سره مرکې کې ویلي چې "غواړي له هغه څه نه چې په افغانستان کې یې زده کړي، داسې یوه نړیواله بېلګه جوړه کړي چې په جګړې ځپلو هېوادونو کې چې له سُنتي ټولنو څخه عصريت ته تېرېږي، د استفادې وړ وي."

لس "ترټولوغوره" ښونکي

د انځور حقوق BBC World Service

نانسي آتویل - د امریکا متحده ایالتونه

د ادبیاتو د تدریس او د لوستلو او لیکلدود ورکشاپونو د لارې یې د ادبیاتو د تدریس په ډګر کې نوښتونه کړي دي. هغه وايي د ماشومتوب له وخته یې د کتاب لوستلو سره مینه درلوده.

هر کال په منځنۍ توګه د هغې د اتم ټولګي زده کونکي په ۱۴ موضوع ګانو کې د خپلې خوښې ۴۰ کتابونه لولي، په داسې حال کې چې د هېواد په کچه د کتاب لوستلو منځنۍ کچه تر لسو کتابونو رسېږي.

نانسي د تدریس او ښوونۍ د طریقو په اړه یو شمېر کتابونه لیکلي او څو معتبرې جایزې یې هم ګټلي دي. د امریکا د نیوهامپشایر له پوهنتون څخه یې افتخاري دوکتورا ترلاسه کړې ده.

په ۱۹۹۰ کال کې یې د تدریس او زده کړې یو غیر انتقاعي مرکز او ښوونځي جوړ کړل چې زده کوونکو لپاره زرګونه کتابونه لري.

کیران بیر سیتي- هند

کیران وايي په مروجو ښوونځیو کې د زده کوونکو تخیل، عاطفي روغتیا او انتخاب ته کافي پام نه کېږي نو ځکه یې خپله یو ځانګړی ښوونځی جوړ کړی.

وايي د هغې په ښونځي کې د یو ساده نوښتګر ډیزاین او تفکر څخه کار اخیستل کېږي.

دا داسې یوه طریقه ده چې زده کونکي نه یوازې له فکري پلوه بلکه په عملي توګه په شوق او مینې سره زده کړه کوي او خپلې علمي زده کړې د واقعي نړۍ د مفاهیمو سره پرتله کوي.

دې ښوونځي په پراخې ټولنې باندې هم اغیز کړی او ډېرو نورو ښوونځیو ور څخه الهام اخیستی دی.

ګاې ایتیني- هایټي

ګاې ایتیني په پورتوپرینس کې د یوه ښوونځي مشر دی چې نور ښوونځي ور څخه الهام اخلي. په دې ښوونځي کې ښودل کېږي چې د زده کړې یو جدي علمی سیستم څرنګه کولای شي د پراخې ټولنې اړتیاو ته خدمت وکړي او ټولنه پر مخ یوسي.

په دې ښوونځي کې پر یو لړ ټاکلو مهارتونو لکه پر ځان باور، یو کنجکاوه فکر، ګډ کار او تر ټولو ښو نتیجو ترلاسه کولو ته ژمنتیا باندې ټینګار کېږي.

ګاې د سپما ګر علم په اړه یو تلویزوني پروګرام هم جوړ کړی چې ښوونکو ته دا زده کوي چې څرنګه په طبیعت کې موجودو زیرمو څخه په کار اخیستو په ارزانه بیه زده کونکو ته ساینس ور زده کړي.

جاکي کاهورا- کینیا

د یوه کلیوال لومړني ښوونځي ښوونکې ده. هڅه کوي چې ماشومانو لپاره د زده کړې یو ښه چاپېریال جوړ کړي، په تېره بیا د معلولو زده کونکو لپاره.

جاکې له وړکتوب راهیسې د زده کړې او ښوونې سره مینه درلوده. د کانفرانسونو، غونډو او لیکونو د استولو له لارې د سلګونو ښوونکو سره اړیکي نیسي.

هغې د خپلې ټولنې د سلګونو زده کوونکو او ښوونکو د علمي ودې لپاره یو لړ نوښتونه کړي، لکه د ښوونځيو لپاره د میزونو او څوکیو برابرول، د ایچ آې وي (ایډز) ناروغانو د پالنې لپاره د یونیفورم او روغتیايي آسانتیاوو برابرول، د رخصتیو په وخت کې د زده کړو امکانات، د کارونو لپاره د چمتو کېدو روزنه او په ټولنې کې د کلتوري تنوع په اړه لارښوونې.

فالا نیانګ- کمبوډیا

فالا په تېرو شلو کلونو کې د ښوونکې، د ښوونځي مدیرې او د ړندو د روزنې د پروګرام د تنظیمونکې په توګه کار کړی دی.

فالا د ړندو کسانو لپاره د زده کړې د طبیعي خو نوښتګرو طریقو نه کار اخیستی چې د کمبوډیا په ټولنې کې یې ستر اغېز درلودلی.

فالا وايي که جایزه وګټي له پیسو څخه به یې د ړندو کسانو لپاره پروګرامونو ته پراختیا ورکړي. ډېر نور ښوونکي به وروزي او د کمبوډیا په ټولو ولایتونو کې به د ړندو د لوستلو لپاره د بریل د چاپ ماشینونه په کار واچوي.

سټیفن ریټز – د امریکا متحده ایالتونه

سټیفن په نیویارک کې د یوې بې وزلې سیمې د ښوونځي ښوونکی دی. هغه په خپل ښوونځي کې د خوراکي شیانو د تولید کاروبار جوړ کړ چې ترڅنګ یې زده کونکو ته د اړتیا وړ مهارتونه هم ورزده کوي.

دغه ښوونځي داسې یوه بېلګه رامنځته کړې چې په کې خلک هم زده کړه اوهم کار کوي او له امله یې په سیمه کې د جنایتونو کچه ډیره ټیټه شوې ده.

د زده کونکو ورځېنۍ حاضري له ۴۰ سلنه نه ۹۳ سلنه ته لوړه شوې او د ښوونځي په معیاري ازموینو کې د کامیابۍ کچه ۱۰۰ سلنه شوې ده او د فارغانو شمېر ډېر شوی دی.

عزیزالله رویش – افغانستان

عزیزالله په ډېرو سختو شرایطو کې زده کړه کړې او د نورو افغان مهاجرینو د زده کړې لپاره یې هم زیار اېستلی او یو شمېر ښوونځي یې جوړ کړي دي.

هغه دوه ځلې له هېواده مهاجرت ته اړ شوی او په پاکستان کې یې د افغان مهاجرینو لپاره د معرفت په نامه ښوونځی جوړ کړی و.

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د سقوط نه وروسته یې دا ښوونځی افغانستان ته ولېږدوه او د خپل هېواد د بیا رغونې لپاره یې د پوهنې او روزنې سیستم، مدني زده کړو او د ښځو د حقونو په برخه کې د پام وړ کار کړی دی.

مدنجیت سینګ - اندونیزیا

مدنجیت یو ښوونکی او سوداګر دی، په خپلې سیمې کې یې د یوه وړیا ښوونځي په جوړولو پیل وکړ او د ۲۰۱۴ کال تر پایه یې دا شمېره په پنځو هېوادونو کې ۱۸۵ ښوونځیو ته ورسوله.

زده کونکو ته د دوه کلنې هر اړخیزې وړیا روزنې او لیلیې پروګرامونه لري، او معلولو ځوانانو لپاره د ژوند د اړتیا وړ مهارتونه ورزده کوي.

مدنجیت غواړي هر مضمون ساده کړي، د هر عمر زده کوونکي ته د ښوونې ځانګړې طریقې ترتیب کړي چې وکولاې شي په ۳-۶ میاشتو کې په لومړنۍ کچه دانګرېزي ژبې لیک لوست زده کړي.

دهغه له ښوونځیو څخه تراوسه د ۱۰۰ زره څخه زیات ځوانان فارغ شوي دي.

ریچرډ سپنسر- بریتانیا

ریچرډ پوهېدلی و چې کولای شي د یو لړ نوښتګرو طریقو په مرسته لکه د نڅا او سندرو له لارې زده کونکو ته ساینس ورزده کړي.

هغه یو شمېر جایزې هم ګتلي لکه د کیمیا د تدریس په اړه د سالټر جایزه، او د ښوونکي دوه نورې ملي جایزې.

هغه د بیلینګهم سیمې د مېډلزبره په کالج کې ۱۶-۱۸ کلنو ته د بیولوژي درس ورکوي او د یو لړ داسې طریقو نه کار اخلي چې زده کونکو ته درسونه ډیر په زړه پورې کېږي او له یاده یې نه وځي.

هغه یو زیات شمېر نړیوالو کنفرانسونو او د ښوونکو ورکشاپونو کې برخه اخیستې.

د انټرنېټ له لارې یې ښوونکو ته زېرمې او زده کونکو ته کورسونه برابر کړي، او د خپلې سیمې ښوونځیو د ماشومانو د ساینسي زده کړو د ودې لپاره یې یو شمېر نوښتونو کې برخه درلودلې ده.

ناوومي وولین - دامریکا متحده ایالتونه

ناوومي په یوې ښاري لیسې کې درس ورکوي. د هغې په درسي ټولګیو کې ټول زده کوونکي د زده کړې په بهیر کې فعاله برخه اخلي او چاپېریالي زده کړې اوپه بهرني چاپیریال کې زده کړو ته پام کېږي.

زده کوونکي له ښوونځي بهر علمي سفرونه کوي، د ساینسي څېړنو پروګرامونو کې برخه اخلي.

ناوومي په بهرنۍ فضا کې د فضايي ښوونکي په توګه کار کولو لپاره غوښتنلیک ورکړی او اوس د امریکا د متحدو ایالتونو د فضايي څېړنو پروګرام یا ناسا د ښوونکو غړې ده.

هغه اوس په خپلو درسي ټولګیو کې د سپوږمۍ او نورو فضايي ډبرو د نمونو یا بیلګو څخه کار اخلي.

کاندیدن باید څه ځانګړتیاوې ولري؟

د وارکي خیریه موسسه وايي چې د یو میلیون ډالرو نړیواله جایزه به د منصفه هیات د ارزونې وروسته هغه بریالي ښوونکي ته ورکول کېږي چې لږترلږه ۱۸ کلن وي، په یوه ښوونځي کې ۵-۱۸ کلنو زده کونکو ته سبق وايي یا یې د زده کړو سره مرسته کوي، کوم جنايي سوابق ونه لري، داسې کوم کار یې نه وي کړی چې د ښوونې مسلک او د وارکي خیره موسسې نوم بد کړي، او باید ددې موسسې کارکوونکی نه وي.

کاندید ښونکي باید زده کونکو ته د زده کړو لپاره د اغېزمنو نوښتګرو طریقو نه کار اخیستی وي، د نورو ښوونکو، د ښوونیز نظام او خپلې ټولنې لپاره د بریالیو علمي یا کلتوري لاسته راوړنو یو ښه مثال وي.

د غونډو، کانفرانسونو، لیکنو او د خیریه کارونو له لارې یې د ښوونې مسلک د ودې سره مرسته کړي وي، نورو ښوونکو او زده کونکو ورڅخه الهام اخیستی وي، ماشومان او زده کونکي یې د نړیوالو استوګنو په روحیې سره روزلي وي، د نورو ښونکو او زده کونکو، خیره او ټولنیزو موسسو او د حکومت له خوایې د کار ستاینه شوې وي.

جایزه به څنګه ورکول کېږي؟

د یو میلیون امریکايي ډالرو دا جایزه به د لسو کلونو په ترڅ کې په مساوي قسطونو ورکول کېږي.

د دې لسو کلونو په ترڅ کې به ګټونکي ښوونکي داسې کوم کار نه کوي چې د وارکي خیریه موسسې او د ښوونې د مسلک اعتبار ته زیان ورسوي.

ګټونکی شخص باید د مالي مشورې وړیا کورسونو کې برخه واخلي چې د وارکي موسسې له خوا به ورته برابرېږي.

ګټونکی باید تر پنځو کلونو پورې زده کوونکو ته د تدریس او یا د ښوونې سره د ملاتړ کار ته دوام ورکړي، د وارکي خیریه موسسې نړیوال سفیر به وي، په کنفرانسونو او خبري غونډو کې به ګډون کوي، د سفرونو لګښتونه به یې د وارکي خیره موسسې له خوا ورکول کېږي.

ورته مطالب