کندهار-کابل پر لار د تښتول شوو د موندلو لپاره تازه پلاوی لېږل شوی

Image caption د زابل د والي دفتر هم دغه خبر تایید کړی چې د تښتول شویو کسانو د څرک لګولو لپاره یې هلې ځلې پيل کړې دي.

د زابل ولایتي شورا وايي د هغو ۳۰ کسانو چې څو ورځې وړاندې د کندهار- کابل پر لار تښتول شوي وو، د موندلو لپاره یې خاک افغان ولسوالۍ ته د قومي مشرانو تازه پلاوی استولی دی.

څو ورځې وړاندې هم یو پلاوی دغې ولسوالۍ ته تللی و.

د زابل د والي دفتر هم دغه خبر تایید کړی چې د تښتول شویو کسانو د څرک لګولو لپاره یې هلې ځلې پيل کړې دي.

زموږ همکار حفیظ الله معروف په خپل رپوټ کې لیکي د زابل ولایتي شورا د طالبانو له قوله وايي چې دوی له تښتول شویو کسانو خبر نه لري.

ویل کېږي د کابل- کندهار پر لویه لاره څو ورځې وړاندې د مخ پټو وسله والو له خوا تښتول شوي ۳۰ مسافر په خاک افغان ولسوالۍ کې ساتل کیږي.

دا هغه سیمه ده چې له څو کلونو راهیسې د طالبانو تر واک لاندې ده.

ښاغلی کاکړ وايي تمه لري چې دغې ولسوالۍ ته استول شوی پلاوی به تر دوو ورځو له تازه مالوماتو سره راستون شي.

څلور ورځې وړاندې ورته یوه پلاوي د زابل شاجوی، دای چوپان او خاک افغان ولسوالیو ته سفرونه کړي وو چې هلته د تښتول شویو کسانو په اړه له طالب قومندانانو سره خبرې وکړي.

د زابل د ولایتي شورا منشي وايي چې طالب قومندانانو د دغو تښتول شویو کسانو په اړه بې خبري ښووله.

په همدې حال کې د زابل د والي ویاند احسان ګل سیال هم خاک افغان ولسوالۍ ته د قومي مشرانو د سفر خبر منلی او وايي چې د تښتول شویو کسانو د موندلو او خوشې کیدو لپاره هلې ځلې روانې دي.

نوموړي وویل: "دا ډیره حساسه موضوع ده خو موږ هڅې پیل کړي چې خلک پیدا کړو، نو نه غواړو په دې اړه ډیر جزییات په ډاګه کړو".

څلور ورځې وړاندې مخ پټو وسله والو ۳۰ تنه مسافر چې ډېری یې هزاره توکمي وو، د کندهار-کابل پر لویه لاره د زابل په شاه جوی ولسوالۍ له موټره تښتولي دي.

د عیني شاهدانو په قول مخ پټو وسله والو په بهرنۍ ژبه خبرې کولې.

څو میاشتې وړاندې هم پر همدغه لاره د پوهنتون لسګونه استادان وسله والو تښتولی وو چې له څو ورځو وروسته یې بیرته خوشې کړل.

ورته مطالب