کابل کې د 'غلو یو مشر' رییس خدایداد اعدام شو

رییس خدایداد د انځور حقوق NDS
Image caption افغان امنیتي چارواکو په وار وار ویلي، چې رییس خدایداد په څو مواردو کې کې په قتلونو او انسان تښتونو کې لاس درلود.‌

د افغانستان ملي امنیت اداره وايي، د سیدالله په نامه د "غلو د یوې ډلې مشر" چې په رییس خدایداد مشهور و، نن (شنبې) کابل کې اعدام شو.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې نوموړی د غلو د یوې خطرناکې ډلې مشر بللی و.

دغې ادارې په یوه ویناپاڼه کې ویلي، سید الله د شنبې په ورځ په ۱۱ بجو او ۳۰ دقیقو د څرخي پله زندان کې اعدام شو.

سرچینه وايي، سیدالله د حاجي عبدالله زوی دی، چې په ۱۳۵۱ کال د خوست ولایت تڼیو ولسوالۍ کې زیږېدلی دی.

رییس خدایداد د افغانستان د ملي امنیت ادارې له لوري د غلو د یوې ډېرې خطرناکې ډلې مشر معرفي شوی و.

په تېره جنورۍ کې پلازمېنه کابل کې د رییس خدایداد او د هغه د څلورو نورو ملګرو لومړنۍ محکمه ترسره شوه.‌

د افغانستان د ملي امنیت ادارې پخپله رسمي فیسبوک پاڼه کې د رییس خدایداد د محاکمې د جریان وېډیو خپره کړې وه، چې نوموړی یې په اعدام محکوم شوی و.

دده یو همکار په ۲۰ کاله بند او درې نور په اووه اووه کاله بند محکوم شوي وو.

محکمه په یوه نامالوم ځای کې جوړه شوې چې د څارنوال او قاضي انځورونه هم پټ پکې ساتل شوي.

په دې ویډیو کې څارنوال، رییس خدایداد په وسله والو غلو،‌ قتل،‌ د لوټمارو د وې ډلې په مشرۍ او‌ له سوداګرو نه د پیسو په شکولو تورن کړی دی.‌

په تېره سپتمبر میاشت کې د افغانستان ملي امنیت د یولړ ځانګړو عملیاتو پایله کې،‌ چې ۳۶ ساعته دوام یې وکړ،‌ د غلو د یوه لوی مشر رییس خدایداد او د هغه د ځینو ملګرو د نیولو اعلان وکړ.

افغان امنیتي چارواکو په وار وار ویلي، چې رییس خدایداد په څو مواردو کې کې په قتلونو او انسان تښتونو کې لاس درلود.‌

دوی دا هم ویلي وو،‌ چې نوموړی د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په مختلفو نومونو تګ راتګ درلود،‌ او په جعلي پاسپورت یې ځینو هېوادونو ته سفر هم کړی دی.

د ملي امنیت موندنې ښي چي رییس خدایداد تاجکستان،‌ پاکستان او متحده عربي اماراتو ته تګ راتګ درلود او د تاجکستان د پولیسو په تور لست او د نړیوالو پولیسو د لویو مجرمینو په لست کې یې نوم راغلی و.‌

د افغانستان پولیس له څه باندې لسو کلونو راهیسې د رییس خدایداد د نیولو په لټه کې وو.

خو په دې وېډیو کې د رییس خدایداد وکیل نه ښودل کېږي، ښکاري چې محکمې به اجازه نه وي ورکړې.‌

د تېر اکتوبر پر اتمه، د پغمان د ډله ییز جنسي پنځه تورن او مشهور انسان تښتوونکی حبیب استالف پر ځايي وخت د ماسپښین درو بجو اعدام شول.

د انځور حقوق AFP

افغانستان کې د وروستیو ۱۳ کلونو اعدامونه

  • له ۲۰۰۱ کال راهیسې، کله چې ولسمشر کرزی د هېواد واکمن و، د رسمي شمېرو له مخې، تر اوسه پورې په افغانستان کې نژدې ۵۱ کسان اعدام شوي، چې د بښنې د نړیوال سازمان په وینا، د ۲۰۱۲ تر نومبر میاشتې پورې نژدې ۲۰۰ کسان د اعدام په لیست کې وو.
  • د اعدام نړیوالې وېبپاڼې ویلي، شاید د اعدام په لیست کې د شاملو کسانو شمېر ۵۰۰ ته ورسېږي، چې ۱۳۱ یې په ۲۰۰۸ کال، ۱۳۳ په ۲۰۰۹ او نژدې ۱۰۰ کسان په ۲۰۱۰ کال کې په اعدام محکوم شوي وو.
  • د طالبانو د رژیم تر ړنګېدا وروسته، په افغانستان کې لومړی ځل په ۲۰۰۴ کال د اعدام حکم د مجاهدینو پر یوه پخواني قومندان عبدالله شاه د کابل په یوه زندان کې په مرمۍ په سر ویشتلو سره تطبیق شو، چې د وژنې په تور نیول شوی او مجرم پېژندل شوی و.
  • د ۲۰۰۷ اکتوبر کې ۱۵ کسان اعدام شول، چې یو پکې د درو بهرنیو خبریالانو په وژلو مجرم پېژندل شوی و.
  • په ۲۰۰۸ کال هم ۱۷ کسان په افغانستان کې اعدام شول، چې اوه یې په ډله ییز ډول په مرمیو وویشتل او اعدام شول.
  • په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو کې هم ځینې کسان اعدام شول.
  • په ۲۰۱۱ کال کې، یو کس په جلال اباد کې پر یوه بانک د برید او د ځینو کسانو د وژلو په جرم اعدام شو.
  • په ۲۰۱۲ کال کې بیا ۱۴ کسان اعدام شول، چې یو پکې د عبدالصبور په نامه یو افغان سرتېری و، چې کاپیسا کې یې څلور فرانسوي سرتېري وژلي وو.
  • په ۲۰۱۳ کال کې هم افغانستان کې دوه کسان اعدام شول. پر دواړو کسانو په لوېدیځ هرات ولایت کې د یوه اته کلن ماشوم د تښتونې او بیا وژنې تور و.

ورته مطالب