افغانستان کې درې ورځې ملي ویر اعلان شو

د انځور حقوق .
Image caption د جمعې په ورځ ارګ کې د وزیرانو شورا بېړنۍ غونډه

د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د واورو ښویېدو پېښو کې د لسګونو افغانانو د وژل کېدو غمشریکۍ په پلمه دولت په هېواد کې درې ورځې ملي ویر اعلان کړی دی.

په وروستیو کې د افغانستان بېلابېلو برخو کې واورې وشوې، چې وروسته واوریو ښویېدو د لسګونو افغانانو ژوند واخیست. دغه طبیعي پېښې تر ډېره پنجشیر، بدخشان، بامیان، لغمان، ننګرهار او تخار ولایتونو کې د ولسي خلکو د درنې مرګ ژوبلې لامل شوې.

پنجشیر ولایت کې د واورې ښویېدو پېښه کې د قربانیانو وروستی شمېر ۱۸۷ کسه اعلان شوی و. خو سیمه ییزو چارواکو او عیني شاهدانو ویلي وو، شاید د مرګ ژوبلې کچه لوړه شي.

همداشان پنجشیر کې د "سلګونو" کورونو د اغېزمنېدو خبر ورکړل شوی و.

د تېرې جمعې په ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني د قرباني شویو کسانو له خپلوانو سره د غمشریکۍ لپاره پنجشیر ولایت ته تلیی و.

نوموړي هلته خلکو ته وویل: "شک نه شته چې نن دلته د پنجشیر غم د ټول هېواد غم دی".

ښاغلي غني د جمعې په ورځ د وزیرانو بېړنۍ غونډه جوړه کړه او درې ورځې یې په ټول هېواد کې "ملي ویر" اعلان کړ.

د انځور حقوق AP

د تېرې پنجشنبې په ورځ ځینو جګپوړو افغان چارواکو هم پنجشیر ته سفر کړی و.

د پنجشیر سیمه ییز چارواکي وايي، لاهم تر واورې لاندې د خلکو د رایستلو عملیات دوام لري.

د انځور حقوق AFP

ددغه ولایت د کلیو پراختیا ریاست یوه چارواکي عبدالرحمن خرمي بي بي سي ته وویل: "تر واورو د لاندې شویو خلکو د رایستلو عملیاتو ته مو دوام ورکړی. ډېر احتمال شته چې د مړو شویو کسانو شمېر لوړ شي؛ ځکه چې واورې لاندې شویو سیمو ته د ډېرې واورې ورېدو لارې بندې کړې دي".

د مدني ټولنې ځینو فعالانو هم پنجشیر ته سفر کړی او له اغېزمنو شویو کورنیو سره یې د نورو مرستو کولو غوښتنه کړې ده.

ورته مطالب