د ولایتي شوراګانو غړي: د ولسمشر له فرمانه بې خبر یو

د انځور حقوق EPA
Image caption د یو شمېر ولایتي شوراګانو غړي وایي چې دوی ته په رسمې بڼه د ولسمشر د فرمان په هکله څه نه دي ویل شوي

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه تقنیني فرمان له مخې د ولایتي شوراګانو د څارنې واکونه بېرته دغو شوراګانو ته سپارلي دي.

خو دې سره د ځینو ولایتي شوراګانو غړي وایي د دغه فرمان په هکله دوي ته په رسمي ډول څه نه دي ویل شوي او وايي دوی به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.

له کابله زمزمې نیازۍ په خپل رپوټ کې کښلي، چې د افغانستان ولسي جرګې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د ولایتي شوراګانو قانون تصویب کړ، خو د څارنې واکونه یې د ولایتي شوراګانو له دندو لرې کړي وو.

دغې پرېکړي د افغانستان د ولایتي شوراګانو اعتراضونه راوپارول او د ولایتي شوراګانو دراوزې یې نژدې په ټولو ولایتونو کې وتړلې.

په ولسمشرۍ ماڼې کې یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، چې ولسمشر د یوه فرمان له مخې د څارنې واکونه بېرته ولایتي شوراګانو ته سپارلي دي . خو د یو شمېر ولایتي شوراګانو غړي وایي چې دوی ته په رسمې بڼه د دغه فرمان په هکله څه نه دي ویل شوي.

د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال، ناصر کامه وال وایي، تر هغې چې په رسمي بڼه دوې ته نه وي ویل شوي د ولایتي شورا دروازې به تړلې پاتي شي. هغه مهال چې د افغانستان د ولایتي شوراګانو دروازې وتړلې شوې ولسمشر غني سیمیه ییزو ارګانونو ادارې ته امر وکړ، چې د ولایتي شوراګانو د څارنې په طرحې غور وکړي.

تېره اونۍ د ولسمشر غني تقنیني فرمان خبر د یو شمېر رسنیو له لارې خپور شو خو د ډېرو نورو لاس ته نه دی ورغلی او د ارګ په رسمي خبرپاڼه کې هم نه دی خپور شوی.