د تښتول شویو کسانو خوشي کېدو لپاره عملیات پیل شوي

Image caption د تېرې دوشنبې په ورځ دغه کسان له کندهاره کابل ته په دوو بسونو کې پر لاره وو، چې وتښتول شول

زابل ولایت کې امنیتي چارواکي وايي د هغو دېرشو کسانو راخوشي کېدو لپاره، چې اونۍ مخکې د دغه ولایت شاه جوی سیمه کې تښتول شوي وو، عملیات پیل شوي دي.

مرکز کلات کې یوې خبرې غونډې ته د وینا پر مهال د زابل امنیې قومندان غلام سخي روغ لیوني وویل، د ژغورنې عملیات د دغه ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې پیل شوي دي.

د نوموړي په وینا دغو عملیاتو کې دوو بېلو ځایونو کې د داعش ۳۲ غړي وژل شوي دی.

خو تر اوسه خپلواکو سرچینو نه ده تایید کړې، چې د دغو کسانو تښتونکي د داعش ډلې غړي دي.

د نوموړي په وینا عملیاتو بهیر کې یو ځانمرګي واسکټ هم چاودلی دی.

ښاغلي روغ لیوني د برمته شویو کسانو برخلیک او یا هم د هغوی د حالت په اړه څه نه دي ویلي.

یوه ځايي چارواکي چې نه غواړي نوم یې یاد شي ویلي، چې افغان ځواکونه نه دي توانېدلي برمته شوي کسان ومومي او وايي دا هم معلومه نه ده، چې دغه کسان په سیمه کې موجود دي او که نه بل ځای ته لېږدول شوي دي.

د تېرې دوشنبې په ورځ دغه کسان له کندهاره کابل ته په دوو بسونو کې پر لاره وو، چې زابل کې نامعلومو کسانو له ګاډو کوز کړل او ویې تښتول.

ویل کېږي تښتول شوي کسان هزاره کډوال وو، چې له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي وو.

د زابل ولایتي شورا مشر اسدالله کاکړ له دې مخکې بي بي سي ته ویلي و، چې د دغو کسانو خوشي کېدو لپاره ځايي مخور ارغنداب او خاک افغان ولسوالیو ته لېږل شوي وو، چې وايي له طالبانو سره د دغو کسانو خبرې بې پایلې وې.