پاکستان د سولې خبرې د حقاني شبکې پر ګډون پورې تړي

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د انځور حقوق Getty
Image caption د پاکستان د دفاع وزیر وايي: "موږ د حقاني شبکې په نامه کومه ډله په رسمي ډول نه پېرنو او ددې ډلې له منځه تلل غواړو".

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف ویلي په افغانستان کې د سولې په باب خبرې هغه مهال ګړندۍ کېدای شي، چې د کوټې شورا پر مشرتابه سربېره، د حقاني شبکه هم په دغو هڅو کې ځان شریک کړي.

نوموړي د بي بي سي اردو څانګې ته ویلي "د سولې له بهیره د یو جنګي ډلې ګوښه کول هېڅ ګټه نه لري. پاکستان سوله غواړي او د سولې راتلو لپاره به خپل مثبت رول ولوبوي".

د رپوټونو له مخې، په پام کې ده، چې په راروانه اونۍ کې د سولې په اړه خبرې پیل شي.

که څه هم ددغو خبرو ځای نه دی په ډاګه شوی، خو ویل کېږي چې د جوجاړي خبرې به کابل، اسلام اباد یا دبۍ او بیجینګ کې کېږي.

په تېرو څو اونیو کې د پاکستاني حکومت له لوري داسې اوازې وې، چې ګني د حقاني شبکې او لشکر طیبه فعالیتونه به ناقانونه اعلان کړي.

د پاکستان د دفاع وزیر په دې اړه ویلي: "موږ د حقاني شبکې په نامه کومه ډله په رسمي ډول نه پېژنو او ددې ډلې له منځه تلل غواړو".

حقاني شبکه د امریکا په تور لست کې ده، چې د افغانستان د ننه یې پر بهرنیو او افغان ځواکونو د مرګونو بریدونو پړه منلې ده.

د افغانستان نوې ادارې مشر محمد اشرف غني ژمنه کړې ده، چې سوله به یې د کارونو په لومړیتوب کې وي، چې په دې لړ کې یې تر یوه حده هڅې هم پیل کړې دي.

ښاغلي غني تر ولسمشر کېدا وروسته لومړي سفرونه سعودي عربستان، بیا چین، متحده عربي اماراتو او پاکستان ته وکړل، چې د سولې په تړاو د دغو هېوادونو ملاتړ خپل کړي.

په داسې حال کې چې له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د افغان طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې د خبرو په اړه بېلابېل رپوټونه ورکول کېږي، خو طالبانو په وار وار له افغان حکومت سره د سولې د مخامخ خبرو رپوټونه رد کړي دي.

څه موده وړاندې، د افغانستان ولسمشر په مونیخ کې یوې امنیتي غونډې ته ویلي وو، له پاکستان سره د سولې په موضوع کې "جدي" دی: "زه دلته د یوه شي د اعلانولو لپاره نه یم راغلی، موږ غواړو کار وکړو او پایلې ته یې انتظار وباسو. داسې پایله چې په سیمه کې بدلون راولي".

په تېرو څه باندې څلورو میاشتو کې جګپوړو افغان او پاکستاني سیاسي او پوځي چارواکو کابل او اسلام اباد ته سفرونه کړي دي.

ورته مطالب