تخار ولایت کې د واورو له کبله د دریو کلیو لارې لا هم تړلې دي

د انځور حقوق AP
Image caption د بېړنیو پېښو پر ضد د چمتوالي ادارې چارواکي وايي چې لا هم له واورو نه د مړو شویو کسانو د ژغورلو چارې روانې دي.

د تخار ولایت د ورسج ولسوالۍ دریو کلیو ته د ورغلې لارې د پرانیستلو په اړه پیل شویو هلو ځلو تر دې دمه نتیجه نه ده ورکړې.

درې ورځې کېږي چې دغو کلیو ته ورغلې لارې د درنو واورو او واورې ښوېدلو له امله تړل شوي او د دغو کلیو اوسیدونکي د بېلا بېلو ناروغیو سره هم مخامخ شوي دي.

بله خوا په پنجشیر ولایت کې هم د واورې ښوېدنې له امله د زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستو لړۍ روانه ده او هغه مړي لا هم له واورو ایستل کېږي چې تر اوسه د واورو لاندې دي.

زموږ همکار محمود کوچی په دې اړه په خپل رپوټ کې لیکي دغه لارې له هغې وروسته وتړل شوې چې درې ورځې وړاندې په سیمه کې درنه واوره وورېده او سیمه اييز خلک یې پخپلو سیمو کې ایسار کړل.

د تخار د ولایتي ادارې ویاند سمت الله تیمور وايي دوی داسې راپورونه هم تر لاسه کړي چې په دغو کلیو بانډو کې یو شمېر خلک په تېره بیا ماشومان په تنفسي ناروغیو اخته شوي دي.

نوموړي وویل:

"موږ د بشري ځواک پر مټ هڅه کوو چې دغه کلی له نورو کلیو سره ونښلوو. که زموږ د وړاندوینې سره د واورو د ورېدو له امله و نه توانېدو چې د دغو کلیو لارې پرانیزو نو له شک پرته چې خلکو ته به درانه زیانونه ورسیږي."

بل پلو د پنجشیر ولایت د پریانو ولسوالۍ ته هم غځېدلې لاره چې تېره اوونۍ بنده شوې وه تر اوسه نه ده پرانیستل شوې، خو چارواکي وايي زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستې لړۍ روانه ده.

د بېړنیو پېښو پر ضد د چمتوالي ادارې چارواکي وايي چې لا هم له واورو نه د مړو شویو کسانو د ژغورلو چارې روانې دي.

تېره اوونۍ یوازې په همدغه ولایت کې ۱۹۸ تنه د واورې ښوېدو له امله وژل شوي وو.