اشرف غني: پخپله د خلکو شکایتونه اورم او اقدام کوم

د انځور حقوق
Image caption فساد ملي شورا ته په وینا کې ولسمشر وویل، د فساد پر وړاندې یې هوډ ټنیګ دی، چې ښکاره بېلګه یې د کابل بانک قضیه کې د ښکېلو ونډه والو قضیه ده.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې د پنځم کاري کال پرانیستونکې غونډې ته وویل، دی پخپله د خلکو شکایتونه اوري او رسیدګي ورته کوي.

نوموړي وویل، د خلکو شکایتونه د مستقیمې اړیکې او ټولنیزو رسنیو له لارې اوري او هڅه کوي چې د خلکو ټولو ستونزو ته رسیدګي وکړي، خو دا کار وخت ته اړتیا لري.

ولسمشر غني د ملي شورا پنځم کال ۱۶مې تقنیني دورې د پرانیستلو غونډه کې د اصلاحاتو راوستلو ټینګه ژمنه وکړه.

نوموړي وویل، د هېواد بهرنۍ تګلاره پر ملي ګټو ولاړه ده، چې کنټرول یې د افغانستان په لاس کې دی.

اشرف غني ژمنه وکړه چې افغانستان به د اسیا پر ترانزیتي څلور لارې بدل کړي او په وینا یې افغانستان به د "نیابتي جګړې" له ډګره راوباسي:

"افغانستان کې موږ د ټولو تمویلوونکو پروژې ارزولې، چې اوسمهال د پروژو د تمویل لپاره یو میلیارد ډالر موجود دي او د زیربناوو لپاره څو میلیارده ډالر شته، دا به یو ملي پروګرام وي، د بزګرانو لپاره ښه زیری دی، چې د وچکالیو او سیلابونو له خطره وژغورل شي او ځمکو خړوبولو ته ښې اوبه پیدا شي".

هغه وویل، په راتلونکو څو میاشتو کې پر اقتصادي پروګرامونو او اداري اصلاحاتو کار کوي، چې لومړیتوب به د "انکشافي پروګرامونو پرمختیا" ته ورکړي او هغه عوامل به په ډاګه کړي، چې ولې بودیجه نه لګول کېږي.

ولسمشر غني وویل، د استوګنځي پروژو ته به هم پام وکړي، چې په دې لړ کې چین د استوګنځایونو جوړولو ژمنتیا ښودلې ده.

فساد

ملي شورا ته په وینا کې ولسمشر وویل، د فساد پر وړاندې یې هوډ ټنیګ دی، چې ښکاره بېلګه یې د کابل بانک قضیه کې د ښکېلو ونډه والو قضیه ده.

نوموړي وویل، د کابل بانک ونډوال باید یا خپله ونډه ورکړي او یا د محکمې د پرېکړې عملي کولو په انتظار شي.

ده وویل، د کابل بانک لانجمنې قضیې ته په کتلو سره، د افغانستان کابینې یوه مقرره تصویب کړه، چې په لړ کې یې ټول بانکونه وارزول شي او د بانکي سیستم د اصلاح او غښتلتیا لپاره به یو پلان جوړ او عملي شي، چې په دې سره به د فساد مخه ډب او شفافیت رامنځ ته شي.

که څه هم د افغانستان خلکو اوسنۍ ادارې ته ډېرې تمې لرلې، خو د ځینو وزیرانو معرفي کولو چاره په هېواد کې د ډېرو اقتصادي کارونو د ټکني کېدو لامل شوه.

ولسمشر غني وویل: "خلک کار غواړي، نه غواړي چې دسترخوان یې خالي وي، له خلکو سره زما اړیکه ډېره ده، د خلکو شکایتونه اورم او ورته رسېږو، خو وخت ته اړتیا ده".

سوله

د پایېدونکې سولې په تړاو ولسمشر غني وویل، تلپاتې سولې ته رسېدل "ښه تدبیر" ته اړتیا لري، "دا چې اوس حکومت د قوت په دریځ کې دی، په ټینګار سره وایم موږ به افغانستان یو ځل بیا د نیابتي جګړې پر ډګر بدلېدو ته پرې نه ږدو، سوله یوه ملي مساله ده، نه د حکومت د طرحو پلان، په دې ملي مساله کې باید ټول سیاستوال، علماء، ښځې او ځوان برخه واخلي او په یو غږ او یوه دریځ د سولې غږ پورته کړي".

ښاغلي غني روانه جګړه په افغانستان تپل شوې وبلله: "پر موږ جګړه وتپل شوه، جګړې دوام وکړ، په لویو ښارونو کې ترهګریز بریدونه ډېر شول، خو زموږ امنیتي ځواکونو په زړورتیا د دښمن طرحې ناکامې کړې او ژر یې ابتکار وکړ، د دانګام توطیه ناکامه شوه".

"د ځینو ولایتونو د سقوط وېره وه، زموږ هېواد د نیابتي جګړې ډګر و، د جګړې ډول په بنیادي ډول بدل شو، په عراق سوریه او یمن کې جګړه بدله شوه، منځني ختيځ کې – "داعش" د سیمې او اسلامي نړۍ لپاره تر ټولو لوی خطر شو".

ورته مطالب