کابل کې پر یوې خانقاه برید ۱۱ لمونځ‌ کوونکي وژلي

د انځور حقوق .
Image caption دا لومړی ځل دی چې کابل کې پر یوې خانقاه برید کېږي.

په کابل کې د نقشبندیه طریقې پر پیروانو برید کې یوولس لمونځ کونکي وژل شوي.

وسلوالو تیره ورځ د کابل په لوېدیځ کې د ماښام د لمانځه پر وخت د بهادر اغا پر خانقاه کې دغه کسان وژلي او ترې تښتیدلي.

افغان حکومت وايي د برید په تړاو یې پنځه کسان نیولي.

ویر جلي مریدان دخپلو وژل شوو ملګرو په ویر دبهادر اغا د خانقاه په کوچني غولي کې هک پک ولاړ دي ، او نه پوهیږي چې ولي ېې هم لاري ووژل شول.

د تصوف د لارې دغه پیروان له نوو ځلمو نیولې تر عمر خوړلو پیرانو پوري ټول دخپلو ملګرو په ویر اخته دي، په لوړ غږ د قرآن کریم تلاوت کوي او یو بل ته ور غاړه وځي.

د شنبې په ماښام د لمانځه پر وخت درې یا څلور برید ګر له هغې دروازې چې تل د لاروو، پر مخ خلاصه وي په بل نیت او اراده د بهادر اغا خانقاه ته ورننوتل، لمونځ کونکي په دویم رکعت ولاړ وو چې په پښتو ژبه د یوه یوه دوژلو غږ واوریدل شو.

دا لومړی ځل دی چې دکابل پر صوفیانو برید کیږي،عبید الله عابدي وايي د بهادر اغا لار او د نقشبندیه طریقه نه پریږدي.

کابل د تصوف په تړاو زړه او لرغونې ریښه لري ، دښار په بیلا بیلو برخو کې یو شمیر خانقاوي ودانې دي. طالبانو د خپلې واکمنۍ په کلونو کې او دا څوارلس کاله چې دافغانستان د حکومت پر وړاندې کلکه وسلواله مبارزه کوي، پر خانقاوو ېې برید ونه نه دی کړی.

د عرفان او تصوف لاروي له همدې امله اندیښنه لري او وايي کابل ته یو بل لاس هم را په غځیدو دی.

تر اوسه هیڅ یوې ډلې ددغه برید پړه نه ده منلې، د کابل کندهار پر لویه لار د دیرشو هزاره لاروو له تښتولو وروسته د کابل د تیرې شپې پیښې د خلکو په زړونو کې نوې او یو بل ډولویره را پورته کړې.