ننګرهار کې چتونو نړېدو د ۸ کسانو ژوند اخیستی

د انځور حقوق
Image caption د ننګرهار سرپرست والي عطاء الله لودین زیانمنو شویو ته د بېړنیو مستو چمتو کولو امر کړی.

په ننګرهار ولایت کې د چت نړېدو له کبله د دوو کورنیو اته غړي مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، پېښه تېره شپه د شیرزادو ولسوالۍ وړسیا سیمه کې د ډېر ورښت له کبله رامنځ ته شوې ده.

دوی وايي، ددوو خونو چتونه لوېدلي دي.

د شیرزادو ولسوال ویلي، په قرباني شویو کې شپږ ماشومان او دوه مېرمنې دي، او ټپیان دوه نارینه دي.

همداراز، ددغه ولایت خوګیاڼو کې هم د باران له کبلهد څلورو کورونو چتونه لوېدلي، چې مرګ ژوبله نه لري.

د ننګرهار سرپرست والي عطاء الله لودین زیانمنو شویو ته د بېړنیو مستو چمتو کولو امر کړی.

د انځور حقوق
Image caption د افغانستان زیاترو کلیوالو سیمو کې کورونه خټین دي، چې د ډېر ورښت له کبله یې اوسېدونکي له لویې ستونزې سره مخامخ وي

په تېرو څو اونیو کې د افغانستان بېلابېلو ولایتونو کې د طبیعي پېښو او ورښت له کبله ګڼ کسان تلف شوي دي.

تر ټولو خونړۍ پېښې پنجشیر او بدخشان ولایتونو کې وې، چې د لسګونو کسانو ژوند یې اخیستی دی.

ورته مطالب