د افغانستان په شمال کې د بندیانو مرګونې بلوا

Jozjan police cheif
Image caption د جوزجان د پولیسو مشر "په بلواګرو کې یو شمېر یې په اعدام او یا د عمرقید په سزا محکوم شوي او یا دا چې په ترهګریزو بریدونو کې لاس لري".

د افغانستان په شمال، جوزجان ولایت کې د بندیانو او د زندان د چارواکو تر مینځ وژونکې نښته شوې.

د نښتې په پایله کې یو بندي او د زندان دوه چارواکي وژل شوي او لس بندیان او یو چارواکی ټپیان دي.

بلواګر د سرپل ولایت بندیان دي چې د جوزجان په زندان کې ساتل کېږي.

د جوزجان ولایت د پولیسو مشر فقیر محمد جوزجاني بي بي سي ته وویل چې دوی ته له پلازمېنې امر شوی ؤ چې د سُرپل ولایت بندیان د هغه رپوټ پر بنسټ چې ښايي له دوی سره غیرقانوني توکي لکه چړې وي، وپلټي.

خو د ښاغلي جوزجاني په وینا له دې چې بندیانو ته داسې ناسم خبر رسېدلی ؤ چې ګواکې دوی پلچرخي زندان ته لېږدول کېږي، پر پلټونکو چارواکو یې برید وکړ.

د ده په وینا، بندیانو لومړی د زندان پنځه چارواکي په چړې ووهل او بیا یې درې کسان یرغمل ونیول. وروسته له هغه یې هڅه وکړه چې وسلې تر لاسه کړي.

د ښاغلي جوزجاني په وینا د زندان چارواکي مجبور شول چې له ځانه د دفاع لپاره پر هغوی ډزې وکړي چې په پایله کې یې یو کس مړ او لس نور ټپیان شول.

د بلوا د پای ته رسولو لپاره د جوزجان د ولایتي شورا غړي زندان ته روغلي چې د دواړه خواوو ترمنځ د خبرو منځګړیتوب وکړي.

د پولیسو مشر وایي دغه بلواګر ډېری هغه خطرناک مجرمین دي چې یا په عمرقید سزا او یا په اعدام محکوم شوي او یا يې هم په ترهګریزو بریدونو کې لاس درلوده.

اوسمهال، د جوزجان په زندان کې د سرپل د بندیانو په ګډون تر اووه سوو ډېر بندیان ساتل کېږي.

تر دوه سوو ډېر بندیان نژدې درې کاله وړاندې وروسته له هغه له سرپل څخه جوزجان زندان ته ولېږدول شول چې طالبانو د سرپل پر زندان برید وکړ. د ۱۳۹۱ کال په پیل کې، د سرپل پر زندان د طالبانو په برید کې درې کسان ووژل شول او تر دېرشو ډېر ټپیان شول. په دې پېښې کې ۳۲ بندیان تښتېدلي ول چې یو شمېر یې وروسته بېرته ونیول شول.

هغه مهال طالبانو د برید پړا پر غاړې واخستله او ادعا یې وکړه چې په لسګونو ملګري یې په تېښتې بریالي شوي.

ورته مطالب