طالبان: زنداني طالبان شکنجه کېږي

د انځور حقوق

وسله والو طالبانو ادعا کړې، چې د افغانستان په زندانونو کې د طالب زندانیانو شکنجه کول زیات شوي او یو شمېر زندانیان تر شکنجو لاندې وژل شوي دي.

دوی وايي، د نوي حکومت په راتګ سره شکنجې په سیستماتیک ډول زیاتې شوي دي، خو د کورنیو چارو وزارت د وسله والو طالبانو دغه ادعا ردوی او وايي، له زندانیانو سره دوه ګونی چلند نه کېږي.

ببرک میاخیل په خپل رپوټ کې کاږي، چې د افغانستان د شمالي ولایت جوزجان په زندان کې د تیرې ورځې تر تاوتریخوالي وروسته وسله والو طالبانو د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي دي، چې پر زندانیانو شکنجه او زور زیاتی د منظم پلان له مخې تر سره کېږي او په وینا یې داسې جوتیږي چې دا چاره د ځانګړو کړیو پر مټ تر سره کېږي.

طالبان وايي، طالب زندانیان د خپلو کورنیو له غړو سره له لیدو بې برخې دي او یو شمېر یې د وهلو ټکولو له امله وژل شوي دي.

په دغې خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې یو شمېر زندانیان په چړو وهل شوي او له ځینو یې سترګې ایستل شوې دي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره د خبرو پر مهال له افغان حکومت او د بشر حقونو له ملاتړو ټولنو وغوښتل چې نوره دې اجازه نه ورکوي چې پر طالب زندانیانو تر دې ډېر زور زیاتی وشي.

طالبان ګواښ کوي که پر طالب زندانیانو ورځ تر بلې د زیاتیدونکې شکنجې مخه و نه نیول شي د افغان حکومت د دغه چلند پر وړاندې به خپله پرېکړه وکړي، خو نه یې دي ویلي، چې څه وړ پرېکړه به وکړي.

طالبانو په تېر کې څو ځله پر زندانونو بریدونه کړي دي.

په وروستي ځل تېر کال طالبانو د سرپل او کندهار ولایتونو پر زندانونو بریدونه وکړل، چې څو ساتونکي په کې ووژل شول او یو شمېر طالب زندانیان هم په تېښته بریالي شول.

په دا وروستیو کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما د یوه راپور په خپرولو سره ویلي و، چې د افغانستان په زندانونو کې شکنجه او زور زیاتی ۱۴ سلنه کم شوی دی.

خو په دغه راپور کې تر ۳۰ سلنه زیاتو زندانیانو چې مرکې ور سره شوې وې له زور زیاتي او نا سم چلنده شکایت کړی دی.

د یونما راپور زیاتوي چې هغه زندانیان چې له وسله والو طالبانو او نورو حکومت ضد ډلو سره د تړاو په تور نیول شوي دي د نیولو او اعتراف پرمهال له شکنجې او بد چلند سره مخامخ شوي دي.

ورته مطالب