هالنډ له افغانستان سره هر کال ۶۰ میلیون یورو مرسته کوي

د انځور حقوق
Image caption هالنډ د بهرنیو ځواکونو په چوکاټ کې افغانستان کې ۲۰۰۰ سرتېري لرل، چې په تېرو څو کلونو کې یې ۲۴ وژل شوي او ۱۴۰ نور ټپیان شوي وو.

د هالند د دفاع او بهرنیو چارو وزیران نن کابل ته تللي دي. هالنډ تر ۲۰۱۷ کال پورې له افغانستان سره هر کال د ۶۰ میلیون یورو مرستې ژمنه کړې ده.

هالنډ د امریکا په ملاتړ د ناټو په چوکاټ کې د افغانستان جګړه کې برخه لري. ددغه هېواد ځواکونه په تېرو څوارلسو کلونو کې په بغلان، ارزګان او کندوز ولایتوو کې مېشت وو، چې د افغانسان بیارغونې او امنیتي چارو کې یې له افغانانو سره همکاري کوله.

د هالنډ د بهرنیو چارو او دفاع وزیران نن کابل ته له افغان چاروکو سره د کتنې لپاره تللي وو.

د هالند د بهرنیو چارو وزیر برټ کویندر د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره په خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې هېواد به یې د افغان حکومت او افغانانو ترڅنګ ولاړ وي.

ښاغلي کویندرز وویل: "موږ د امنیت او ثبات خوندي کولو، ملکي تلفاتو پای ته رسولو او سوه اقتصادي ودې چټکولو په لړ کې له افغانستان سره څنګ په څنګ ولاړ یو. موږ افغانستان هڅوو چې سیاسي او ټاکنیز اصلاحات رااولي، د ښځو حقونو ته درناوی وکړي، له فساد سره مبارزه وکړي او د بې وزلۍ له منځه وړلو په موخه خلک په دندو وګوماري."

د هالنډ د دفاع وزیرې هنیس وویل، دا چې د افغانستان امنیتي چارې د افغان ځواکونو له خوا مخته وړل کېږي خوشحاله ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وویل، هالند تر ۲۰۱۷ کال پورې هر کال له افغان دولت سره د شاوخوا شپېتو میلیون یورو مرستې ژمنه کړې ده:

"همدا مهال د اروپايي پولیسو چوکاټ کې ددغه هېواد شاوخوا ۱۰۰ روزونکي په افغانستان کې د افغان ځواکونو د امنیتي ځواکونو پر روزنې بوخت دي. د هالند شاهي هېواد په وروستیو ۱۴ کلونو کې د افغانستان له دولت سره په بېلابېلو برخو کې تر ۱ میلیارد یورو ډېره مرسته کړې ده.

همداشان، دغه هېواد ژمنه کړې، چې تر ۲۰۱۷ کال پورې به هر کال له افغانستان سره شاوخوا ۶۰ میلیون یورو مرسته کوي".

په تېر اګست کې د افغانستان له خاورې د هالنډ د ورستۍ جوپه ۲۵۰ کسیزه ځواکونه ووتل.

هالنډي ځواکونه په ۲۰۰۶ کال د نړیوالو ځواکونو په چوکاټ کې د افغانستان ارزګان ولایت کې مېشت شول.

هالنډ د بهرنیو ځواکونو په چوکاټ کې افغانستان کې ۲۰۰۰ سرتېري لرل، چې په تېرو څو کلونو کې یې ۲۴ وژل شوي او ۱۴۰ نور ټپیان شوي وو.