پاکستان کې د سخت دریځۍ پړه پر افغان کډوالو

د انځور حقوق b

پاکستان کې له قانون نه د سر غړونې مخنیوي کې پاتې راتلو له کبله یوه ټوکه چې معمول ده، پر موټر سایکلونو د دوو کسانو پر کېناستو بندیزلګول دي او یا بیا پر افغان کډوالو پړه وراچول.

پېښور کې پر یوه پوځي ښوونځي له برید وروسته یوځل بیا د موټر سایکل پر دوه کسیزه سپرلۍ بندیز ولګېده او افغان کډوال یوځل بیا تر فشار لاندې ونیول شول، خو دا ځل ټول ۳۰ لکه اوسېدونکي له ستونزو سره مخامخ شوي.

د افغان حکومت لاس دا ځل تړلی دی لکه د پخوا په څېر په ولسي کچه او رسنیو تر کچې غوغا نه شي جوړولی خو د دې مطلب دا نه دی چې دوی پټه خوله دي د کابل او اسلام اباد تر منځ د کال له پیل نه چې عملیات پیل شول خبرې روانې دي او افغان دولت اسلام اباد ته د خپلو اندېښنو په اړه یادونه کړې دې لړ کې د اسلام اباد لپاره د افغان سفیر لیدنې کتنې مهمې دي.

پاکستان کې له ۱۹۷۹ کال راهیسې افغان کډوال له میلمه پالنې په تنګ، قانوني او ناقانوني ډار او بد چلند پیر نه تېر شوي دي.

له درې لسیزو راهیسې د پاکستانیانو احساسات د خپل ګاونډي هېواد افغانستان د وګړو پر وړاندې له منلو نه ردولو ته، له مثبت نه منفي ته او له تودو جذباتو نه بې مینې احساساتو باندې بدل شول.

په پاکستان کې اوس هم ۱۶ لکه ثبت شوي کډوال شتون لري دا د نړۍ تر ټولو ډېر کډوال وګړي بلل کېدای شي، چې دومره اوږده موده بې کوره کلي ژوند کوي.

ناثبت شوي کډوالو شمېر نه دی معلوم، کره شمېره یې له هېچا سره نه شته د اټکل له مخې شاوخوا ۲۰ لکه کډوال کېدای شي ووسي.

دغو کډوالو دلته له پاکستانیانو نه زیات خپل ژوند ښه برابر کړی د دوی نسل دلته لوی شوی او دلته د دوی جایدادونه او کاروبارونه دي، خو د پاکستان دولت هېڅکله هم دوی ته د تابعیت ورکولو په اړه فکر نه دی کړی په داسې حال کې چې دغه مسله په مستقله توګه حل کېدای شي.

د دې لامل شاید دا وي چې پاکستان د ۱۹۵۱ کال د ژنیوا کنوانسیون غړيتوب نه لري له دې کبله افغان کډوال له پاکستان نه د کوم قانوني حیثیت غوښتنه نه شي کولی پاکستان حکومت دوی ته د راجستر کولو ثبوت، پي او ار له نظره ګوري.

د یوې نوې سروې پر بنسټ یوازې ۲۰ سلنه پاکستانیان غواړي چې افغان کډوال په پاکستان کې پاتې شي په داسې حال کې چې په ۱۹۷۹ کال کې ۸۴ سلنه پاکستانیان افغان کډوالو منلو ته چمتو وو.

د یو شمېر کارپوهانو له نظره پاکستان د دې مسول دی ځکه چې تل یې د قانون د پلي کولو په درشل کې د خپلو نیمګړتیاوو پړه پر افغانانو اچوي.

دوی د لږ مزد بدل کې کار کوي او دغه راز د پاکستاني تولیداتو مشتریان هم دي، همدا سبب دی، چې اروپا او په ځانګړي توګه برتانیا له یوې مودې راهیسې د ورسته پاتې هېوادونو اوسېدونکو ته پناه ورکړې.

خو د پاکستان منفي تبلیغاتو له کبله ۵۱ سلنه پاکستانیان دا ګمان کوي چې د افغانانو تک د دوی د اقتصاد لپاره ګټور دی.

ایا پاکستاني واکمنان د قومي توازن د خرابېدو خطر ويني، چې پاکستان په دې اړه حتی فکر هم نه شي کولی؟ په دغه برخه کې هم سیاست له ورایه ښکاري.

ورته مطالب