جنرال ډیمپسي پاکستاني طالبان له "داعش" سره تړلي بولي

د انځور حقوق
Image caption جنرال ډیمپسي وویل، په افغانستان کې د "اسلامي دولت" ملاتړې ډلې په ښکاره د افغانستان حکومت ته یو لوی ګواښ دی، چې هلته د امریکايي ځواکونو لپاره هم لوی سرخوږی جوړوي.

د امریکا د لویو درستیزانو د کمېټې مشر جنرال مارټین ډیمپسي ویلي، پاکستان کې کې د طالبانو یوه ډله له "اسلامي دولت" سره تړاو لري.

نوموړي دا څرګندونې د تېرې چارشنبې په ورځ د امریکا مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د راپور وړاندې کولو پرمهال کړې دي.

هغه ددې پوښتنې په اړه چې آیا افغانستان کې "اسلامي دولت" (داعش) حضور لري او که نه؟ وویل: "په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو تحریک له "اسلامي دولت" نه د خپلې ایډیالوژۍ الهام اخلي".

"تحریک طالبان پاکستان" پاکستان او افغانستان کې بریدونه کوي.

جنرال ډیمپسي وویل، په افغانستان کې د "اسلامي دولت" ملاتړې ډلې په ښکاره د افغانستان حکومت ته یو لوی ګواښ دی، چې هلته د امریکايي ځواکونو لپاره هم لوی سرخوږی جوړوي.

له تېرې جنورۍ راهیسې افغانستان کې شاوخوا ۱۰۰۰۰ امریکايي ځواکونه پاتې شوي دي.

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو قومندان جنرال جان کمپبل په تېره جنورۍ کې خبرداری ورکړ چې ګني زلمي طالب جنګیالي له "اسلامي دولت" سره د یوځای کېدو په لټه کې دي.

د رپوټونو له مخې د "اسلامي دولت" ډله چې دعراق او سوریې پر پراخو سیمو واکمنه ده، په افغانستان کې هم فعالیتونه لري.

د افغانستان په سوېل کې د پاکستاني طالبانو د تحریک مخکینیو غړو وړاندې له "اسلامي دولت" سره خواخوږي او بیعت اعلان کړی و.

د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) په افغانستان کې د "اسلامي دولت" حضور "په پښو درېدونکي" او "الهام اخیستو" حالت کې بللی دی.

د افغانستان په څه باندې ۱۳ کلنه جګړه کې لږترلږه ۲۲۱۴ امریکايي ځواکونه وژل شوي، او په دې جګړې میلیاردونه ډالر لګول شوي دي.

ډیمپسي: د تکریت عملیاتو کې ۲۰ زره ایران روزلې ملېشې ګډون لري

امریکايي جنرال ډیمپسي د امریکا مشرانو جرګې غونډې ته ویلي، ایران دا مهال د "اسلامي دولت" ضد جګړه کې مثبت رول لري، خو داسې اندېښنې شته، چې د داعش له ځپل کېدا وروسته به د ایران په ملاتړ شیعه ملېشې له سنیانو او کردانو سره څه ډول چلند وکړي.

مارټین ډیمپسي وايي، ایران شیعه ملېشو ته روزنه او وسلې ورکوي.

د "اسلامي دولت" ضد جګړه کې یوازې شاوخوا درې زره عراقي ځواکونه ګډون لري.

جنرال ډیمپسي دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې د عراقي چارواکو په وینا، د تکریت پراخې شمال ختیځې سیمې یې له "اسلامي دولت" بېرته نیولې دي.

ډیمپسي د تکریت عملیاتو په اړه وویل "له شک پرته" عراقي ځواکونه به "داعش" له دې ښاره بهر کړي.

د تېرې چارشنبې په ورځ مارټین ډیمپسي د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کېري او دفاع وزیر اشتون کارټر سره یوځای د امریکا مشرانو جرګې ته په عراق کې د "اسلامي دولت" د وضعیت په اړه راپور وړاندې کړ چې له مشرانو جرګې په عراق کې ددغې ډلې پرضد د پوځي ګام اخیستو جواز ترلاسه کړي.

جنرال ډیمپسي وویل، د تکریت عملیاتو کې زر قبایلي سني جنګیالي، یوه ډله عراقي امنیتي ځواکونه چې شمېر یې شاوخوا درو زرو ته رسېږي، او شاوخوا ۲۰ زره شیعه ملېشې ګډون لري.

هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د عراق شیعه ملېشې د ایران په ملاتړ جنګېږي؟ وویل "ویلی شم ایرانیان دوی ته روزنه او تجهیزات ورکوي".

د انځور حقوق REUTERS
Image caption د تکریت شمال کې عراقي حکومت العلم ښار په بشپړه توګه بېرته له 'اسلامي دولت' نیولی دی

جنرال ډیمپسي دا هم وویل، چې ایران دا مهال د "اسلامي دولت" پرضد جګړه مې مثبت رول لوبوي، خو داسې اندېښنه شته چې د داعش تر ځپل کېدا وروسته به شیعه ملېشې له سنیانو او کردانو سره څه ډول چلند وکړي.

هغه وویل: ‍"موږ ټول اندېښنه لرو چې د جګړې ډول بېرته له سره وهل کېږي او داعش به ماتې خوري. پوښتنه دا ده چې آیا د عراق دولت به د ټولو ډلو د منلو په لړ کې دغه ډلې وساتلی شي او که نه".

جنرال ډیمپسي وویل، امریکا دغه وضعیت څاري، چې تر اوسه د قومي پاکسازۍ او یا غچ اخیستو پراخې کړنې نه دي ترسره شوې.

ورته مطالب