کابل کې د وژل شويو بریتانوي سرتېرو په درناوي غونډه وشوه

د انځور حقوق .
Image caption افغانستان ته د استول شويو بریتانوي سرتېرو شمېر ۹۵۰۰ وو چې په ۱۳۷ اډو کې په سویلي ولایت هلمند کې ځای پر ځای شوي وو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هغه بریتانیايي سرتېريي په درنه یاد کړل چې په تېره لسیزه کې په افغانستان کې وژل شوي دي.

د جمعې په ورځ ( د کب ۲۲ ) د بریتانیا د وژل شویو سرتېرو په درناوي او د دغه هېواد رسمي ماموریت د پای ته رسیدو په تړاو مراسم تر سره شو او په لندن کې هم په همدې تړاو ورته مراسم تر سره شول.

افغان ولسمشر په دې اړه خپل پیغام کې ویلي:"بریتانیايي سرتېرو لوړ بیه پرې کړې تر څو موږ وکولی شو د سولې په هیله، په بریالیتوب سره، سر لوړۍ او ازادۍ کې ژوند وکړو".

بریتانیايي ځواکونه په ۲۰۰۱ کال کې د نړیوال ائتلاف تر نامه لاندې د امریکا په مشرۍ د ۱۱ سپتامبر له بریده وروسته افغانستان ته واستول شول.

په ۱۳ کلنه جګړه کې د بریتانیا ۴۵۳ سرتېرې په افغانستان کې وژل شوي او یو شمېر نورې یې ټپیان شوي دي.

افغانستان کې وژل شویو بریتانوي سرتېرو په یاد دغه مراسم په لندن کې د بریتانیا د ملکې په شتون کې په سنت پل کلیسا کې ترسره کېږي.

افغانستان ته د استول شويو بریتانوي سرتېرو شمېر ۹۵۰۰ وو چې په ۱۳۷ اډو کې په سویلي ولایت هلمند کې ځای پر ځای شوي وو.

هلمند د نړیوالو ځواکونو له شتون سره په تېرو کلونو کې د وسله والو طالبانو او افغان او بریتانوي ځواکونو ترمنځ د درنو جګړو شاهد و.

د بریتانیا وروستۍ پوځي جوپه په اکتوبر میاشت کې له افغانستانه بهر شوه خو لږ شمېر بریتانوي ځواکونه افغان ځواکونو ته د مشورې او روزنې په موخه پاتې شوي دي.

ورته مطالب