"تښتول شویو ۳۰ کسانو په تړاو مو له وسلوالو سره اړیکي نیولي"

Image caption د تښتول شويو د خوشي کېدو په موخه حکومت د زابل په دای چوپان او خاک افغان ولسواليو کې عمليات وکړل

د ملي يووالي حکومت د اجراييه مشر دويم مرستيال محمد محقق وايي، د کابل- کندهار پر لار د تښتول شويو ۳۰ هزاره وګړو د خوشي کېدو په تړاو يې له وسلوالو سره اړيکي نيولې دي.

دی وايي، په دې موخه يې د پاکستان کوټې او کراچۍ ښار ته خپل استازي استولي او د تښتول شويو د خوشي کېدو په موخه له وسلوالو سره غږېدلي دي.

دغه کسان نژدې درې اوونۍ وړاندې د کابل- کندهار پر لويه لار د ناپېژاندو وسلوالو له لوري يرغمل شول او برخليک يې لا جوت نه دی.

عبدالله ستانکزی په دې اړه خپل رپوټ کې کاږي: د هغو افغان مسافرو د تښتول کېدو نژدې درې اوونۍ په پوره کېدو دي چې وسلوالو د کابل-کندهار پر لويه لار له موټرو ښکته کړل.

د دغو کسانو تښتول کېدو د دوی د کورنيو په ګډون ډېر خلک اندېښمن کړي دي.

د تښتول شويو د خوشي کېدو په موخه حکومت د زابل په دای چوپان او خاک افغان ولسواليو کې عمليات وکړل، خو په ولسي جرګه کې د خلکو استازي وايي عمليات بې پايلې و.

اوس د افغانستان د ملي يووالي حکومت د اجراييه رياست دويم مرستيال محمد محقق وايي، د دغو کسانو د خوشي کېدو لپاره يې استازي پاکستان ته ورغلي او له تښتوونکو سره غږېدلي دي:"له نورو لارو مې د پاکستان کوټې ښار ته غير رسمي پلاوي واستول. دغو پلاوو وسلوالو ته وويل، چې بې وزله او بېچاره خلک مو نيولي. د وسلوالو شورا هم د دغو کسانو د خوشي کېدو فتوا ورکړې ده، چې دا بې پرې او مسافر خلک دي. هر ځای تللي يو آن يو کس يې په کراچۍ ښار کې و هلته مو هم کسان ورولېږل چې زړه يې وسوځي او دغه کسان راخوشي کړي".

افغان امنيتي چارواکي د دغو مسافرو د خلاصون په اړه چې په هزاره قوم پورې تړاو لري او له ايران نه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي د حکومت د راتلونکي پلان په اړه له خبرو ډډه کوي.

وسلوالو طالبانو ويلي، د دغو کسانو په تښتولو کې لاس نه لري، او تر اوسه هېڅ يوې ډلې يې د يرغمل کولو پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

خو د هغه مسافر وړونکي شرکت مسوولينو چې دغه کسان يې لېږدول بي بي سي ته ويلي برمته کوونکو د افغان پوځ جامې اغوستې وې او پوزونه يې تړلي وو.

دوی ويلي، دغو کسانو په دوو موټرو کې له ناستو کسانو پېژندپاڼې وغوښتې او د دوی له منځه يې ۳۰ کسان له موټرو ښکته کړل.

د کابل – کندهار لويه لار له خطره ډکه بلل کېږي او وسلوال وخت ناوخت د مسافرو موټر دروي.

ورته مطالب