څارنوالان: د وړتيا ازموينه نه ورکوو

Image caption معترض څارنوالان وايي شاوخوا ۲۷۰۰ څارنوالان په هغه نوملړ کې دي چې لوړې زده کړې نه لري

په پلازمېنه کابل کې لسګونو څارنوالانو د حکومت د هغې پرېکړې پر ضد لاريون وکړ، چې د وړتيا د تثبيت ازموينې غوښتنه ترې وشوه.

حکومت څو ورځې وړاندې په لومړي پړاو کې له شاوخوا ۳۰۰ څارنوالانو د ازموينې اخيستو غوښتنه وکړه، خو دوی ترې ډډه وکړه.

لا هم حکومت په رسمي ډول د دغو څارنوالانو په اړه پرېکړه نه ده کړې.

معترض څارنوالان وايي شاوخوا ۲۷۰۰ څارنوالان په هغه نوملړ کې دي چې لوړې زده کړې نه لري.

عبدالله ستانکزي په دې اړه خپل رپوټ کې کاږي: د افغانستان د لويې څارنوالۍ لسګونو څارنوالانو د حکومت له هغې پرېکړې سره په مخالفت کې لاريون وکړ، چې ترې غوښتل شوي د خپلې وړتيا ښوولو په موخه دې ازموينه ورکړي.

افغان حکومت له لويې څارنوالۍ غوښتي د هغو څارنوالانو نوملړ ورکړي، چې له دولسم ټولګي فارغ او يا يې زده کړې تر هغې لږې وي.

د معترضو څارنوالانو استازي وايي، د هغو څارنوالانو شمېر چې په دغه لېست کې راغلي له ۲۷۰۰ اوړي.

د دوی يو شمېر اعتراف کوي چې لوړې زده کړې نه لري، خو وايي لسيزې وړاندې د زده کړو معيار دومره پورته نه و.

اعتراض کوونکي څارنوالان وايي، حکومت غواړي د دغې ازموينې په پلمه دوی له دندو لرې او پر ځای يې نوي کسان وګوماري.

دوی پر حکومت بې باوري ښيي خو وايي که د ازموينې بهير روڼ وي، ازموينې ورکولو ته چمتو دي.

اعتراض کوونکو د حکومت سر سر چارواکو ته د خپل غږ رسولو په موخه د افغانستان تر ملي شورا ځان ورساوه او دغلته يې له ولسي استازو د دغې ستونزې د هواري غوښتنه وکړه.

د افغانستان په عدلي او قضايي سيستم په نړیواله کچه نيوکې کېږي او ولسمشر غني د ټاکنيز کمپاين پر مهال او له هغه وروسته د لوړې په مراسمو کې په قضا کې د پراخو اصلاحاتو ژمنه وکړه.

ورته مطالب