غزني: طالبانو د پاڅونوالو قومندان او سیمه ییز پولیس وژلي

د انځور حقوق BBCPashto.com

د غزنی په اندړو ولسوالۍ کې د طالبانو پر وړاندې د پاڅون قوماندان ولي محمد له خپلو څو ملګرو سره یوځای وژل شوی.

د غزني د والي ویاند ننګ ساپی وايي، د دولت وسله والو مخالفینو سهار وختي د شپږو بجو په مهال د ګنډهیر په کلي کې پر امنیتی پوسته برید کړي. د نوموړي په وینا په عین حال کې يي مرستندویه ځواکونو ته کمین هم نیوللی و چې په دغه برید او مخامخ نښته کې اووه تنه وژل شوي دي.

ننګ ساپی وايي، په وژل شویو کې د پاڅون قوماندان ولي محمد هم له دو ملګرو سره شامل دی.

هغه وايي، چې په دغې نښته کې دوه سیمه ییز پولیس او دوه ولسي وګړي هم وژل شوي دي.

ویل کېږي قوماندان ولي محمد یو له هغو کسانو څخه و، چې د لومړي ځل لپاره يې په دغې ولسوالۍ کې د طالبانو پر وړاندې پاڅون وکړ.

له بلې خوا وسله والو طالبان هم په دغه برید کې د اووه تنو د وژل کېدو خبره کوي.

دوی ادعا کوي، چې ټول وژل شوي سیمه ییز پولیس دي.

له دې مخکې تېره ورځ هم ده یک ولسوالۍ کې په ورته پېښه کې اووه تنه سیمه ایزپولیس وژل شوي وو.

ورته مطالب