۱۳۹۳ کال؛ د افغانستان امنیت ته ځغلنده کتنه

په ۱۳۹۳ کال کې د افغانستان مهمو امنیتي پېښو ته لنډه کتنه

د آیساف د ماموریت پای

  • ۱۳۹۳ کال په افغانستان کې د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو (آیساف) ماموریت پای ته ورسېد
  • په دې کال کې ۳۷ زره او ۹۸۱ بهرني سرتېري له افغانستان نه ووتل
  • په دې موده کې، ۲۶ زره ۶۶۱ امریکايي ځواکونه له هېواده بهر شول
  • ۴ زره ۷۳۰ بریتانوي پوځيانو افغانستان پرېښود
  • د ناټو د نورو غړو هېوادونو ۶ زره ۵۹۰ نور پوځيان له افغانستان نه ووتل
  • په افغانستان کې د نړیوالو سوله ساتو ځواکنو (آیساف) ماموریت پای ته ورسېد

پاتې شوې بهرني ځواکونه

  • ددغه کال په وروستیو کې، د 'قاطع ماموریت' په نامه په افغانستان کې د ناټو نوی ماموریت پیل شو، چې هدف یې د افغان ځواکونو روزنه او هغوی ته سلامشورې ورکول دي
  • د کال تر پایه د بهرنیو ځواکونو شمېر ۱۳ زرو ۱۹۵ پوځیانو ته راټیټ شو
  • له دې ډلې ۶ زره او ۸۳۹ امریکايي پوځیان دي
  • ۴۷۰ بریتانوي پوځيان دي
  • ۵ زره او ۸۸۶ د ناټو د نورو هېوادونو عسکر دي
  • په دې نوي ماموریت کې ۴۲ هېوادونه غړیتوب لري

د ناټو تجهیزاتو او اډو کې بدلون

  • د کال پیل کې د ناټو د پوځي موټرو شمېر ۲۵ زره او ۹ و او د کال په پای کې ۸ زرو او ۱۶۱ ته راټیټ شو
  • ناټو د کال پیل کې ۸۷ اډې لرلې، خو د کال په پای کې ددغو اډو شمېر ۲۱ ته راټیټ شو
  • د کال پیل کې د تجهیزاتو د کانتینرونو شمېر هم له ۴۸ زه او ۲۳۱ نه د کال پای کې ۱۳ زرو او ۲۰۱ ته راټیټ شو
  • په دې کال کې امریکايي چورلکو د افغان ځواکونو اړوند ۴ زره ټنه بار لېږدولی دی
  • امریکايي الوتکو هم ۱۳ زره او ۴۰۰ ټنه امریکايي بار له افغانستان نه بهر ته ولېږداوه

د کال پیل کې د ځواکونو شمېر

  • د کال پیل کې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر ۵۱ زره او ۱۷۶ و
  • ۳۳ زره او ۵۰۰ امریکایان و
  • ۵ زره او ۲۰۰ بریتانویان وو
  • ۱۲ زره او ۴۷۶ د نورو هېوادونو و

افغان امنیتي ځواکونه او د ټاکنو امنیت

- په دې کال کې، له بهرنیو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو لېږد بشپړ شو

- ۳۹۲ زره افغان امنیتي ځواکونو د هېواد ټولې امنیتي چارې پرغاړه واخیستې

- د افغانستان د ملي اردو (پوځ) شمېر ۱۹۵ زره سرتېرو ته ورسېد

- د افغان پولیسو شمېر ۱۵۷ زره شو

- د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو شمېر ۴۰ زرو ته ورسېد

- د ولسمشریزو ټاکنو لومړي پړاو کې دوی د رای اچونې د ۶ زرو او ۱۱۷ مرکزونو امنیت ونیو، چې ۲۰ زره د رای اچونې ځایونه پکې وو

د- ټاکنو دویم پړاو کې دوی د ۶ زرو او ۳۶۵ زرو مرکزونو امنیت خوندي کړ، چې ۲۳ زره او ۱۳۶ د رای اچونې ځایونه پکې وو

د ولسي وګړو او پوځيانو مرګ ژوبله

* په دې کال کې، ۳ زره او ۶۹۹ ولسي افغانان ووژل شول

* په دې کال کې د تېر کال پرتله د ولسي وګړو د تلفاتو شمېر ۲۲ سلنه ډېر و

* د افغانستان د ملي اردو ۱۳۰۰ سرتېرو په دې کال کې ووژل شول، ۶ او ۲۰۰ نور ټپیان شول

* د افغان پولیسو او د ملي امنیت د سرتېرو د تلفاتو شمېر په اړه دقیقه معلومات نشته، خو ولسمشر په وروستیو کې وویل، هره ورځ ۲۰ افغان امنیتي ځواکونه وژل کېږي

* په دې کال کې ۶۰ بهرني ځواکونه په افغانستان کې وژل شوي