غني: د افغانستان د ښوونې کیفیت 'جدي ستونزې' لري

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ولسمشر غني پخپلو خبرو کې د هویت پر موضوع هم ډېر ټینګار وکړ، چې په وینا یې د هېواد پنځه زره کلن تاریخ کې دلته ډېر کلتورونه او ولسونه راغلي، خو د یوه واحد (افغان) ملت په چوکاټ کې یوموټی شوي دي:

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د نوي ۱۳۹۴ ښوونیز کال پیلېدو په پلمه جوړه شوې غونډه کې وویل، په تېرو څو کلونو کې د هېواد ښوونیزه برخه کې د کمیت له اړخه د پام وړ پرمختګ شوی، خو کیفیت یې جدي ستونزې لري.

اشرف غني وویل: "راتلونکې اونۍ کې کابینه جوړېږي، هره اونۍ به موږ له خپلې بشري قوې په ګټې اخیستو د ښوونکو د مادي او معنوي وضعیت ښه کولو ته پام وکړو او دا به زموږ په لومړیتوبونو کې وي".

نوموړي په ښوونیز چاپېریال کې د ښوونکو له خوا له زده کوونکو سره د تاوتریخوالي او ښکنځا پر کلتور ټینګه نیوکه وکړه او وویل، چې نور په ښوونځیو کې د لرګي او ښکنځا ځای نه شته "لرګی باید زموږ مکتبونو کې ځای ونه لري زموږ اسلامي کلتور د الفت او شفقت پربنسټ جوړ شوی. لرګی د قوت نښه نه ده، د کمزورۍ نښه ده. بده ژبه له لرګي هم بده ده، خپله ژبه هم کلا ده هم بلا".

هویت

ولسمشر غني پخپلو خبرو کې د هویت پر موضوع هم ډېر ټینګار وکړ، چې په وینا یې د هېواد پنځه زره کلن تاریخ کې دلته ډېر کلتورونه او ولسونه راغلي، خو د یوه واحد (افغان) ملت په چوکاټ کې یوموټی شوي دي:

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ولسمشر غني وویل، تر راتلونکو درو کلونو پورې له انګلستان سره ښوونځیو ته د هغو ۱،۳ میلیون افغان ماشومانو د تګ لپاره ګډ پروګرام لري، چې اوس ښوونځي ته له تللو بې برخې دي.

"زموږ ګډ کلتور ته ګډ احترام زموږ د اساساتو یوه برخه ده. په پنځو زرو کلونو کې افغانستان د تمدن زانګو وه. شپږ میاشتې وړاندې د آسیايي هېوادونو په اړه د "هېر شوی تمدن" په نامه په انګلیسي یو کتاب خپور شو، چې پکې راغلي وو: ۳۰۰۰ کاله مخکې زموږ ښځو مکتوبونه لیکل، زموږ علماوو د ریاضي درس ورکاوه".

نوموړي وویل، نن د هویت موضوع مطرح ده، چې په وینا یې موږ خپل هویت په ښوونځي کې زده کوو، همدا ښوونځی موږ ته د هویت ډاډ راکوي، موږ ډېر لوی کلتور لرو، ددغه کلتور درک او پرې ویاړ زموږ له اړتیاوو څخه دي".

ولسمشر غني وویل، تر راتلونکو درو کلونو پورې له انګلستان سره ښوونځیو ته د هغو ۱،۳ میلیون افغان ماشومانو د تګ لپاره ګډ پروګرام لري، چې اوس ښوونځي ته له تللو بې برخې دي.

ده وویل، د درس طریقه او نصاب باید عملي وي، د یوه ماشوم د جذب امکانات باید په نظر کې ونیول شي او د ښوونځي کتابونه د غوره استادانو له خوا ولیکل شي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption غني: "زموږ ګډ کلتور ته ګډ احترام زموږ د اساساتو یوه برخه ده''.

هغه د ملي تلویزیون له مشر هم وغوښتل، چې د ښوونځي ښوونکو او زده کوونکو لپاره تعلیمي پروګرامونه جوړ کړي، چې په وینا یې هغه څه چې په نظري ډول لولي، باید په عملي ډول یې په تلویزیون کې هم وګوري.

ورته مطالب