امریکا ته د افغان حکومت د مشرانو سفر

د انځور حقوق Reuters
Image caption افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایي مشر عبدالله عبدالله د ملي یوالي حکومت له جوړښت وروسته لومړی ځل امریکا ته سفر کوي

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ دفتر اعلان کړی، چې د افغانستان ملي یوالي حکومت مشرانو له امریکايي چارواکو سره د لیدنې لپاره دغه هېواد ته په یوه رسمي سفر تللي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایي مشر عبدالله عبدالله د ملي یوالي حکومت له جوړښت وروسته لومړی ځل امریکا ته سفر کوي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې ویل شوي، چې د دغه ۵ ورځني سفر په اږدو کې به د ملي یوالي حکومت مشران د امریکا له ولسمشر بارک اوباما، د کانګریس له غړو، د امریکا له لوړپوړو چارواکو او د نړیوال بانګ له مشر سره هم وویني.

امریکا ته د افغان ولسمشر د سفر په تړاو امریکايي چارواکو د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو په اړه خوښي ښودلې او د دواړو هېوادونو اړیکي یې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د وخت په پرتله څو برابره ښې بللې.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي مرستیالې مېرمن لورا میلر بي بي سي ته ویلي، امریکا د افغانستان حکومت ته په ځانګړې ډول هغه مرستې په پام کې نیولې دي چې ډېری یې د ولسمشر غني او د هغه د حکومت په لومړيتوبونو کې ځای لري.

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت مشاور حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، لوی درستیز جنرال شیر محمد کریمي، د ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل، د ولسمشر د دفتر مشر، د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشره سیما ثمر، عمر زاخیلوال، اقتصادي مشاور محمد معصوم ستانکزی، د سولې عالي شورا مشر د افغانستان له ولسمشر سره په ملګري پلاوي کې شامل دي.

ورته مطالب