د فرخُندې د وژنې په تړاو د دیارلسو پولیسو دندې ځنډول شوي

Image caption د فرخندې پلار وايي هماغه سهار، د ده لور ۱۰۰ افغانۍ ترې وغوښتې چې کتابچه پرې رانیسي. د ورځې په پای کې خبر شو چې لور یې د نرانو د ډبرو لاندې مړه شوې او مړی یې سوځول شوی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د فرخندې د وژلو او سوځولو د پېښې په تړاو د دیارلسو پولیسانو دندې ځنډولې دي.

د پنجشنبه ماسپښین، د کب میاشتې پر ۲۸، د کابل په زړه کې د شاه دو شمشیره جومات ته نژدې په لسګونو نرانو، یوه ښځه د قرآن شریف د سوځولو په تور ووژله او مړي ته یې اور واچوه.

د کابل د جنايي پولیسو مشر جنرال ظاهر ظاهر ویلي تراوسه يې د فرخندې د وژلو په تور ۱۳ کسان نیولي او د نورو ښکېلو کسانو لټه روانه ده.

نن د فرخندې د جنازې په مراسمو کې ګډونوالو ښځو اجازه ورنکړه چې د دغې نجلۍ تابوت، نران ولېږدوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي تېره ورځ په کابل کې وویل اسناد او شواهد ښيي چې پر دغې نجلۍ د قرآن د سوځولو تور، بې بنسټه دی.

په هغو ویډیوګانو کې چې د دې د وهلو ټکلو پر مهال اخېستل شوي، پولیس ښکاري چې په ځینو وختونو کې هڅه کوي چې دغه نجلۍ وژغوري خو په نورو حالاتو کې کرار ولاړ دي.

د پولیسو دغو ډول کړنو، د ټولنې په بېلابېلو کچو کې ډېر غبرګونونه راپارولي دي.

د کورنیو چارو د وزارت په خبرپاڼې کې راغلي چې د دوهمې حوزې د آمر په ګډون د ۱۳ کسانو دندې ځنډول شوې دي او د دوی د کړنو په اړه څېړنې روانې دي.

د فرخندې د وژلو له پېښې یوه ورځ وروسته، ولسمشرمحمد اشرف غني امر وکړ یو کمیسیون چې دیني عالمان هم پکې ګډون ولري د دغې نجلۍ د وژلو مساله وڅېړي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د سیمې د جومات امام وايي د فرخندې ټوله کورنۍ د علم او فرهنګ خاوندان دي او د فرخندې په ګډون، ټول اسلامي مسایلو ته کلکه عقیده لري.

د فرخندې د وژنې په وړاندې، په افغانستان کې ډېرو خلکو غبرګونونه ښکاره کړي دي. په ټولنیزو شبکو کې د هغې په نوم پاڼې جوړې شوي چې موخه یې د فرخندې د وژونکو محاکمه کول ده.

په کابل او نورو ښارونو کې په سلګونو مدني فعالانو او فرهنګپالو له افغان دولت څخه وغوښتل چې د فرخندې د وژنې عاملین په ښکاره محکمه کړي.

ورته مطالب