کابل کې لاریونیانو د فرخندې قتل کې د عدالت غوښتنه وکړه

د انځور حقوق AFP

په کابل کې زرګونو ښاریانو د سترې محکمې مخې ته د وژل شوې فرخندې د قضیې څېړلو غوښتنه وکړه. دغه لاریون د ټولنیزو شبکو له خوا سمبال شوي وو.

په کابل کې زرګونو ښاریانو د سې شنبې په ورځ، د سترې محکمې مخې ته د فرخندې د وژلو او د هغې د مړي د سوځېدو پرضد لاریون وکړ.

فرخنده د تېرې پنجشنبې په ورځ (کب ۲۸) د کابل ښار شاه دو شمشیره جومات ته څېرمه د قهرېدلو سړو له خوا په وهلو وهلو ووژل شوه او بیا یې مړي ته اور واچول شو.

لاریونیانو د "عدالت عدالت، موږ ټول فرخنده یو"، "جهالت، جهالت د انسانیت دښمن دی"، "فرخندې زموږ خور یې او موږ ځان درنه قربانوو" شعارونه ورکول.

دغه لاریون د ټولنیزو شبکو له خوا سمبال شوی و. له تېرو څو ورځو راهیسې د فرخندې تر وژلو وروسته په افغانستان کې تند غبرګونونه راپورته شوي دي، چې ګڼو ټولنیزو شبکو د هغې په نامه او ملاتړ پاڼې هم جوړې کړې او د هغې د قاتلانو د محاکمې غوښتنه یې کړې ده.

تېره ورځ هم سلګونه کسان د شاه دو شمشیره واټ ته راوتلي وو او په نمایشي ډول یې په هغه ځای کې نیال کښېنول، چې د فرخندې مړی پکې سیځل شوی و.

Image caption لاریونیان تر تیز باران لاندې د سترې محکمې ودانۍ مخې ته راغونډ شوي وو

په سیمه کې د بي بي سي خبریال وايي، د لاریونیانو شمېر د ۲ او ۳ زرو ترمنځ و، چې د لاریون پرمهال هلته سخت باران هم پیل شو.

راغونډو شویو کسانو په پای کې یو پرېکړه لیک هم اعلان کړ، او د هغو امنیتي چارواکو د ګوښه کېدو غوښتنه یې وکړه، چې د فرخندې د وژل کېدو په ورځ یې د هغې کورنۍ اړه کړې وه، چې ووايي لور یې رواني ناروغي لرله.

د فرخندې پلار د خپلې لور د وژل کېدو په ورځ وویل، چې لور یې ذهني ناروغي لرله. بیا د هغې پلار ومنله چې د پولیسو چارواکو هغه اړ کړه چې رسنیو ته ووايي لور یې ذهني ناروغه وه.

Image caption مدني فعالانو تېره شپه د (اندرابي واټ) لوحه راښکته او پر ځای یې د 'فرخندې واټ' لوحه ولګوله

لاریونانو د هغو ټولو رسمي او نا رسمي چارواکو د ګوښه کېدو غوښتنه هم کوله، چې د قهرېدلو کسانو له لوري یې د فرخندې وژل تایید کړي وو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیاله سیمین حسن زاده، د کابل پولیسو ویاند حشمت الله ستانکزی او دیني عالم محمد ایاز نیازی هغه کسان وو، چې د قهرېدلو خلکو کړنه یې تایید کړې وه، خو بیا وروسته یې بښنه وغوښته او وویل چې ددوی خبرې په غلطه تعبیر شوې دي.

لاریون کوونکو ویل، تر هغو چې عدالت نه وي تامین شوی، خپلو لاریونونو ته به دوام ورکړي.

د پرېکړه لیک پای کې د شاه دو شمشیره زیات د هغه منجور، او تعویذ لیکونکي ملا د علني او بېړنۍ محاکمې غوښتنه وکړه، چې د معترضانو په اند د فرخندې د قتل اصلي عاملین دي.

Image caption لاریونیانو د "عدالت عدالت، موږ ټول فرخنده یو"، "جهالت، جهالت د انسانیت دښمن دی"، "فرخندې زموږ خور یې او موږ ځان درنه قربانوو" شعارونه ورکول.

دغو کسانو له دولت نه د فرخندې په قتل کې د ټولو ښکېلو کسانو د مشخصولو او محاکمه کولو غوښتنه وکړه.

د پولیسو په بې غورۍ هم نیوکې وشوې، چې د لاریون کوونکو په وینا، د پېښې په ورځ ناغیړي کوونکي پولیس هم باید محاکمه او سزا ورکړل شي.

لاریون کوونکو د کابل د پولیسو د قومندان او د دویمې امنیتي حوزې د آمر، چې دده په اړونده سیمه کې دا پېښه شوې ده، د لیرې کولو غوښتنه کوله.

"د فرخندې واټ"

د نن لاریون کوونکو له دولت نه وغوښتل چې شاه دو شمشیره زیارت ته څېرمه د "اندرابي واټ" د "فرخندې واټ" په نامه کړي.

تېره شپه هم مدني فعالانو په یاده سیمه کې یوه لوحه نصب کړې وه، او د "فرخندې واټ" نوم یې پرې لیکلی و.

په تېرو ورځو کې هرات او مزار شریف هم د ورته اعتراضونو شاهد و او د فرخندې د قتل په اړه یې د عدالت غوښتنه کوله.

له افغانستان نه بهر هم افغانانو د شمو په بلولو او د فرخندې د وژلو د غندنې په پلمه مراسم جوړ کړي وو.

تېره ورځ، د افغانستان ولسي جرګې افغان امنیتي چارواکي جرګې ته ورغوښتي وو چې د فرخندې د وژلو په قضیه کې د دوی پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

د وکیلانو پوښتنو ته د ځواب پرمهال د کورنیو چارو وزیر نور الحق علومي وویل، څېړنې ښيي چې هلته قرآن شریف نه دی سوځول شوی.

۲۸ کلنه فرخنده په لرګیو، ډنډو، لغتو او سوکانو ووهل شوه، بیا تر موټر لاندې شوه او تر مرګ وروسته یې مړی وسوځول شو.

Image caption ۲۸ کلنه فرخنده په لرګیو، ډنډو، لغتو او سوکانو ووهل شوه، بیا تر موټر لاندې شوه او تر مرګ وروسته یې مړی وسوځول شو.

ورته مطالب